کور پاڼه / خبرونه / په کندوز کې رسماً دټاکنو لپاره د نوم لېکنې بهیر پيل شو:
IMG_5380

په کندوز کې رسماً دټاکنو لپاره د نوم لېکنې بهیر پيل شو:

نن د کندوز  والي عبدالجبار نعیمي له لورې په ټاکنو کې د برخې اخیستنې په موخه د نوم په ثبتولو سره رسماً دغه پروسه پيل شوه،کندوز والي په همدې موخه جوړې شوې غونډې ته چې د ټاکنو دخپلواک کمیسیون رئیس،د ملي اردو دپامیر ۲۰ فرقي قوماندان،د ولایتي شورا رئیس،د ملکي او نظامي ادارو او ارګانونو مسؤلینو،میرمنو،ځوانانو ،ورزش کارانو، مدني فعالانو او د رسنیو استازو ګډون درولود په خپلوپيلیزو خبرو کې د هېواد دجمهور رئیس دپيغام اورولو او   ددغې ملي  پروسې دپيل له امله ټولو ته دمبارکۍ ویلو ترڅنګ وویل (( فرد،فرد مسؤلیت لري چې د راتلونکو ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو په ټاکنو کې برخه واخلي،اوس وخت ددې رارسیدلی چې په خپله رایه خپل راتلونکی وټاکو،ټول باید د ټاکنو دملي پروسې دښه ترسره کیدو په برخه کې همکاري وکړي او هم خلک وهڅوي چې په دغه ملي پروسه کې ګډون وکړي.))

کندز والي وویل(( هیڅوک حق نه لري چې په ټاکنو کې مداخله وکړي،هغوی چې په دغه ملي پروسه کې مداخله  او لاس وهنه کوي امنیتي ارګانونو ته لارښوونه کیږي چې د هېواد دجمهور رئیس دحکم او د ټاکنو دخپلواک کمیسیون د طرز العمل سره سم  يې پروړاندې جدي قانوني اقدامات  وکړي او پرینږدي چې دغه ملي بهیر د ځنډ،خنډ او ننګونو سره مخ شي.))

د ټاکنو دخپلواک کمیسیون رئیس محمد رسول عمر چې جوړې شوې غونډې ته يې خبرې وکړې،وویل(( موږ به په ټول توان سره د کندوز په مرکز او ولسوالیو کې د ټاکنو دملي پروسې لپاره د نوم لیکنې چارې ترسره کړو، له خلکو غواړو چې زموږ سره په بشپړه هېوادنۍ مینه همکاري وکړي،نوم لیکنه وکړي او په ټاکنو کې د برخې  په اخیستلو د دیموکراسۍ بنسټونه تقویه کړي.))

د ولایت شورا رئیس محمد یو سف ایوبی بیا په خلکو غږ وکړ چې دولسي جرګې او ولسوالیو شورا ګانو په ټاکنو کې دبرخې اخیستنې په موخه نوم لیکنه وکړي او دټاکنو خپلواک کمیسیون  سره بشپړه همکاري وکړي.

دا هم وګورئ

IMG_0255

له کندوزه د تل پاتې سولې،یووالي او دایمي اوربند ولسي غږ پورته شو

نن په کندوز کې  دیوې پراخې ولسي غونډې له لارې چې پکې د ولایت رهبري،امنیتي …