کور پاڼه / راپورونه / کندوز والي:شفافي ټاکنې دملت برخليک ټاکي:       
IMG_5245

کندوز والي:شفافي ټاکنې دملت برخليک ټاکي:       

کندوز والي دا څرګندونې نن په فوق العاده ادارې جلسه کې چې د ټولو ملکي ادارو رئیسانو،د ولایتي شورا رئیس او مسؤلینو پکې ګډون درلود وکړې او زیاته یې کړه ((شفافې ټاکنې دافغان ملت يوه ملي غوښتنه او د ولسواکۍ يو منل شوى اصل دى ،ټولو افغانان،دولتي ملکي او امنيتي ادارو مسؤلین، دټاکنو کميسيون، مدني ټولنې، ،سياسي ګوندونه ، نفوذ لرونکي اشخاص ،مطبوعات او په ټوليزه توګه هر افغان ملي او اسلامي مسووليت له مخې دنده لري  چې په بشپړه توګه دټاکنو دشفافيت اصل ته درناوى وکړي او دملي ارادې په ځواک سره په ټاکنو کې د هر ډول درغليو او تقلب مخنيوى وکړي ، ځکه يواځې شفافي ټاکنې د ملت برخليک ټاکي ،ترڅو ولسواکي د اساسي حق (رايې) په استعمال سره بنسټيزه او تحقق ومومي))

کندوز والي وویل (( د دولت هر مامور او د ټولنې هر وګړی ملي دنده لري چې د ولسي جرګې او ولسوالیو شورا ګانو په ټاکنو کې فعاله ونډه واخلي،د دغه ملي بهیر دښه ترسره کیدو  په برخه کې همکاري وکړي او هم په ټول قوت سره د معارف دپیاوړتیا او حمایت لپآره کار وکړي.قومي مشران،ښوونکي،دیني جید علماء  او د زده کوونکو پلرونه مسؤلیت لري چې دښوونیز بهیر پروړاندې دټولو خنډونو په لرې کولو کې خپل رسالت ترسره کړي او هم په خپلو سیمو کې د معارف دروازې پرانستې وساتې.

دا هم وګورئ

IMG_5757

کندوز دامنیت  لپاره نوي تدابیر ونیول شول

نن د کندوز والي عبدالجبار نعیمي په مشرۍ اونیز امنیتي غونډه ترسره شوه،په  دغه غونډه …