کور پاڼه / خبرونه / کندوز والي د دولت یو ژمن او خدمتګار مامور وستایه  
۳ (3)

کندوز والي د دولت یو ژمن او خدمتګار مامور وستایه  

کندوز والي  نن د دولت یو ژمن او خدمتګار مامور  محمد سالم بختیار چې د تیرو ۶۰ کلونو راپدیخوا يې  به بېلابېلو ولایتونو کې هېواد،خاورې او خلکو ته نه ستړي کیدونکي خدمتونه کړي او د خپل خدمت په دغه  اوږده موده کې يې دپرمختګ ،پوهې او هېواد جوړنې ګڼ بنیادونه آيښي تقدیر او و ستایه،هغه ته يې  لونګۍ ورپه سر کړه او دهغه د خدمتونو درناوی يې وکړ.

کندوز والي د  دولت د دغه ژمن او خدمتګار مامور د تقدیر په موخه نیول شویو مراسمو کې وویل(( موږ نن هغه څوک ستایو چې دخپل ژوند نږدې ټوله برخه يې ددې مظلوم ولس  او خاورې په خدمت کې تېره کړې،هغوی چې خولې تویوي او خدمت کوي  ستایل کیږي او تاریخ به يې نوم په زرینو کرښو یاد کړي.))

د کندوز ولایت رهبري له همدغه ځایه دهېواد په لر او بر کې ټولو ځوانانو باندې غږ وکړ چې د محمد سالم بختیار په څیر مشرانو لار تعقیب کړي او د ګران هېواد او خلکو  په خدمت  کې ځانونه ستړي کړي.

کندوز والي خلکو ته ډاډ  ورکړ چې ددغه ولایت د ابادۍ لپاره به شپه ورځ خپلې خولې تویې کړي او یوه شېبه به هم دکندوز دخدمت په لار کې له لاسه ورنکړي،ښاغلي نعیمي له خلکو وغوښتل چې د کندوز په ابادۍ ،امنیت او پرمختګ کې ورسره همکاري وکړي او په دغه ولایت کې د مثبتو بدلونونو نوي بابونه پرانیزي.

محمد سالم بختیار بیا د ولایت مقام له لورینې او تقدیر مننه وکړه او یاده يې کړه(( لومړی مې لیکوالې کوله،سلګونه علمي مقالې لرم،د ماموریت پرمهال مې همیش تلاش او هڅه همدا وه چې د رڼا ګانو او پرمختګونو بنیاونه کیږدم،ډېرو ځایونو مو دښوونځیو  دتهداب ډبې کېښودلې،په خپل ټول ماموریت کې مې شپه ورځ په بشپړ صداقت،ایماندارۍ او وطني مینې سره کار کړی،پخوا چا فساد،غلفت او بې پروايي نه پيژنده او ټولو به په ملي مسؤلیت سره خپلې دندې  او خدمتونه ترسره کول.))

محمد سالم بختیا په خپلو خبرو کې هغه خلک او مامورین  چې په خپلو دندو کې غلفت او بې پروايي کوي هم وننګول او غوښتنه يې وکړه چې ټول باید ددې مظلوم ملت،کونډو او یتیمانو  او ځوریدلي هېواد لپاره په بشپړه ایماندارۍ او صداقت سره کار وکړي.

  د یادونې ده چې محمد سالم بختیار  په ۱۳۰۹ هجري شمسي کال د کندوز ولایت –خان اباد ولسوالۍ په چهار توت سیمه کې  د مرحوم سید عالم خان  په دینداره کورنۍ کې نړۍ ته سترګې غړولي  او د خپلو لومړنیو او لوړو ده کړو له بشپړولو وروسته يې په کابل،غزنې،پکتیا،لغمان،بغلان،هرات،فاریاب،فراه ،کندوز او یو شمېر نورو ولایتونو کې په مهموبستونو ۶۰ کاله خدمت ترسره کړی دی.

دا هم وګورئ

pahtan

د طالبانو د اکمال مهمه لاره وتړل شوه

د پکتيا په ډنډ پټان ولسوالۍ کې له وړمې ورځې راهيسې د افغان ګډو ځواکونو …