کور پاڼه / خبرونه /  خوست کې ۳پاکستاني پوځیان وژل شوي او ۴ژوندي نیول شوي
paki

 خوست کې ۳پاکستاني پوځیان وژل شوي او ۴ژوندي نیول شوي

د خوست امنیتي چارواکي وايي چې د ځاځي میدان په جنډو غر او نازو غر سیمو د پاکستانیو ملېشو په برید کې دواړو لورو ته مرګ ژوبله اوښتې او پاکستاني دوه برید کوونکي د افغان ځواکونه له لوري ژوندي نیول شوي.

د ځاځي میدان پر جنډو غر او نازو غر نن د یکشنبې ورځې په سهار د پاکستان د ملېشو له لوري برید شوی دی.

سرچینه وايي چې د برید کوونکو دوه جسدونه هم د جګړې په ډګر کې پاتې شوي، خو د افغان لوري هم یو کس وژل شوی او دوه نور ټپیان شوي دي.

د سرچینې په حواله وژل شوی او دوه ټپیان قومي خلک دي چې په قومي چیغه کې د جنډو او نازو غرونو کې د افغان سرحدي ځواکونو مورچلو ته د مرستې په خاطر ورغلي دي.

دا هم وګورئ

IMG_0255

له کندوزه د تل پاتې سولې،یووالي او دایمي اوربند ولسي غږ پورته شو

نن په کندوز کې  دیوې پراخې ولسي غونډې له لارې چې پکې د ولایت رهبري،امنیتي …