کور پاڼه / راپورونه /  په کندوز کې د څه باندې ۸۰ میلیونه افغانیو په ارزښت ۳۳ پروژې پيل شوې
3

 په کندوز کې د څه باندې ۸۰ میلیونه افغانیو په ارزښت ۳۳ پروژې پيل شوې

نن دکندوز مرکز اړوند قراول تېپې او شاوخوا ۳۳ قریو کې د د ۸۰ میلیونه افغانیوپه ارزښت ۳۳ پروژې  د کندوز والي عبدالجبار نعیمي له لورې د بنسټ ډبرې په کېښودلو سره پيل شوې.

په همدې موخه جوړې شوې غونډې ته د کلیو او پراختیا رئیس انجنیر  دوست محمد ریحان وویل(( دغه پروژې چې دولسي تړون پروګرام په چوکاټ کې  په ۳۳ قریو کې تطبیق کیږي څه باندې ۸۰ میلیونه لګښت پرې کیږي،په دغو پروژو کې د                ( ۴۱۲۲)مترو په اوږدو والي سره استنادي دیوالون،(۹۳) کیلومترو په اوږدوالي سره   د سرکونو جغل اندازي شامله ده.))

ښآغلي دوست محمد ریحان  وویل ((په راتلونکو شپږو میاشتو کې به  د  ولسي تړون برنامې  له لورې  دکندوز په مرکز او ولسوالیو کې د د ۱۶۶ شوراګانو په چوکاټ کې د ۲۵۰ میلیونه افغانیو په ارزښت  د ولسي لومړیتوبونو پراساس ټاکل شوې پروژې پيل شي.))

 کندز والي عبدالجبارنعیمي بیا جوړې شوې غونډې ته په خبرو کې ټولو ته دپرمختګ ددغه سترګام په پورته کیدو سره مبارکي وویله  او یاده يې کړه  خوشاله یم چې نن  د کندوز د ابادۍ بنیادونه اېښودل کیږي  ،ددغو ۳۳  پروژو  په تطبیق سره نه یوازې دا چې زرګونه کسانو ته پکې د کار زمینه برابره شي بلکې له ددغو پروژو له تطبیق څخه به (   ۵۵۸۱ ) کورنۍ ګټه پورته کړي.))

کندوز والي ډاډ ورکړ چې ددغو پروژو په پیل سره د کندوز د ابادۍ دوره پيل شوه،هغوی چې د کندوز په اړه منفي فکر ونه کوي  دا خیال دې له فکر وباسي چې کندوز به بیا د بحراني حالت  پرلور ولاړ شي او زیاته يې کړه  (( موږ د کندوز  امنیت، ابادۍ او په دغه ولایت کې دمثبت بدلون راوستو  ته ژمن یو، خلک دې ملي یووالی وساتي،دخپلو سیمو په ابادۍ کې دې  فعاله ونډه واخلي ،د ټولګټوپروژو ملاتړ دې وکړي او په بشپړ ولسي ځواک سره دې د امنیت په ساتنه کې خپل رسالت ترسره کړي. ترڅو تر کلي او کور دپرمختګ او ابادۍ لمن وغځیږي.))

جوړې شوې غونډې ته په ولایتي شورا کې دخلکو استازې امر الدین ولي او زرګل عالمي او یوشمېر وینا والو خبرې وکړې او د دغو پروژو په پيل يې خوښې وښوده او له خلکو يې وغوښتل چې په خپلو سیمو کې دپرمختګ  دهرې لويې او وړې پروژې له تطبیق ملاتړوکړي او هغه خلک چې دپرمختګ،امن او ثبات سره دښمني لري پرې نږدي چې په خپلو شومو موخو سره د ولسي پرمختګ او عامه نظم د تامین پروړاندې خنډونه او ننګونې راولاړې کړي.

د خلکو استازو  خوښې وښوده چې په لومړي ځل د ولایت رهبري په کلیو او بانډو کې دخلکو په منځ کې راڅرګندیږي او د ټولګټو پروژو بنیادونه ږدي.

دا هم وګورئ

IMG_5757

کندوز دامنیت  لپاره نوي تدابیر ونیول شول

نن د کندوز والي عبدالجبار نعیمي په مشرۍ اونیز امنیتي غونډه ترسره شوه،په  دغه غونډه …