کور پاڼه / راپورونه / کندوز دامنیت  لپاره نوي تدابیر ونیول شول
IMG_5757

کندوز دامنیت  لپاره نوي تدابیر ونیول شول

نن د کندوز والي عبدالجبار نعیمي په مشرۍ اونیز امنیتي غونډه ترسره شوه،په  دغه غونډه کې د کندوز د ولایتي شورا رئیس او د ګډو امنیتي ارګانونو قوماندانانو ګډون درلود.

دغونډې په پيل کې د کشفي،امنیتي او دفاعي ارګانونو مسؤلینو په وار سره خبرې وکړې او دغونډې رهبري ته يې دخپلو کړنو او راتلونکو پلانونو راپوړ وړاندې کړ.

د غونډې رهبري ټولو امنیتي ارګانونو ته لارښوونه وکړه چې په بشپړ قوت او همغږۍ سره د د انتخاباتو دنوم لیکنې د مرکزونو امنیت خوندي کړي او شپه  او ورځ  دې د دښمن د شومو تحرکاتو دمخنیوي لپاره خپلې ګرځنده ګزمې،عملیاتونه،کمینونه او هدفي بریدونه زیات کړي او هم دې د ځواکونو د لاښه  تجهیز په موخه اړین  وړاندیزونه او  پېشنهادونه  داړوند وزارتونو سره شریک او تعقیب کړي.

دا هم وګورئ

IMG_5709

کندوز والي:هیڅوک حق نه لري چې له روابطو او موقف څخه سوء استفاده  او قانون مات کړي

 کندوز والي نن د جمعې په مبارکه شپه د استناف محکمې  دغونډو په تالار کې …