کور پاڼه / خبرونه / کندوز والي:د ښځو پر وړاندې هر ډول تاوتریخوالی غیر انساني عمل دی
IMG_5785

کندوز والي:د ښځو پر وړاندې هر ډول تاوتریخوالی غیر انساني عمل دی

کندوز والي دا څرګندونې نن دخپل کار په دفترکې دښځو پروړاندې د تاوریخوالي دمخنیوي کمیسیون سره  ناسته کې  وکړې.

پیل کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوی د کمیسیون غړو په وار سره خبرې وکړې او په تیره میاشت کې يې د ښځو د وضعیت،ستونزو او غوښتنو په اړه د ولایت مشرتابه ته هراړخیز راپورونه وړاندې کړل،د کمیسیون غړو د معارف،صحت،ژوند ،کار او امنیت په برخو کې د ښځو د موجوده ستونزو یادونه وکړه. او وه يې ویل ((اوس هم داسې ننګونې شته چې د ښځو د زده کړو بهیر او ټولنیز ژوند يې له خنډونو سره مخ کړی دی او دښځو پر وړاندې یې په یو شمیر برخوکې تاوتریخوالی رامنځته کړی دی. ))

د ولایت رهبري بیا د ښځو پر وړاندې هر ډول تاوتریخوالی غیر انساني عمل یاد کړ او ښځې یې د کورنۍ او ټولنې د جوړښت او اصلاح اصلي قوت وبللو او یاده يې کړه ((ښځې د اسلام د مقدس دین په رڼا کې داسې حقوق او امتیازات لري چې په غیر اسلامي ټولنو کې یې څرک نه لیدل کیږي.))

کندوز والي وویل ((د ملي یووالي د حکومت رهبري د ښځو د حقوقو ساتنې او دفاع ته ځانګړې توجه لري او د دولت په جوړښتونو کې یې ورته دخدمت په موخه پراخه ونډه ورکړې ده او نړیواله ټولنه هم په ډیره لوالتیا سره د افغان ښځو لپاره د معارف،صحت او کار موندنې په برخو کې اساسي همکاري کوي.))

د ولایت مشرتابه  وویل (( ټولې  دولتي ادارې ، ارګانونه او موظف کمیسیون  ته  لارښوونه کیږي  چې دښځو پر وړاندې د هرډول تاوتریخوالي د مخنیوي لپاره کار وکړي او په دغه برخه کې دعامه پوهاوي سرتاسري کمپاینونه ترسره کړي. ترڅو هیڅوک د ښځو د حقونو پر خلاف کړنې ترسره نه کړي.

دا هم وګورئ

kaja

هلمند: د کجکې بند ایراني اتباعو لخوا د ورانولو د شدید ګواښ سره مخ دی

 د هلمند والي تورن جنرال محمد ياسين ياسين وايي د کجکي د اوبو بريښنا بند …

WP Facebook Auto Publish Powered By : XYZScripts.com