کور پاڼه / لیکنې / بې فکره خبرې او کړنې د بې هدفه ډزو په شان وي
Untitled

بې فکره خبرې او کړنې د بې هدفه ډزو په شان وي

   ډېری وخت به نه غواړې چې د یوې موضوع په تړاو خبرې وکړې؛ خو بیا دې هم ځينې کړنې دېته اړ کړي، چې باید په تړاو یې څه ووایې، فکر دې ځنې موضوعات داسې را ګير کړي، چې پرته له ویلو دې زړه ډاډ نه ترلاسه کوي.

   هو! له اوږدې مودې را په دېخوا مې د هېواد ډېری ځوانانو کړنو ته پام ور اوښتی، په عملي ډګر کې د دوی کړنې، په مجازي نړۍ کې یې لیکنې، په پتو سترګو د کړنو او خبرو تر شا تګ، د منفي او مثبت لوري ته یې د نه پاملرنې او په یادو اړخونو یې ناپوهي، د ځاني ګټو په پار هر ډول ته ګډېدل، د ملي فکر نشتوالی، په ډېرو مهمو او ارزښت لرونکو موضوعاتو د ځاني غوښتنو له کبله د دوی نه همږي، د موضوعاتو په حساسیت او نازک والي یې بې خبري او داسې لس ګونه نورې برخې چې هره شیبه ورسره مخ کیږم او پرې خواشینی شم.

  کله بیا له ځان سره فکر وکړم چې دوی تر ډېره ګرم نه دي، دلته لا تر دې دمه په ټوله کې سیاست ملي شوی نه دی، دلته د هېواد په کچه پرېکړې د ځان غوښتنې ، مضر مصلحت او ځاني ګټو په پار کیږي، دلته ائتلافونه او جګړې د ځاني ګټو په موخه تر سره کیږي نه د ملي فکر پر بنسټ، دلته لا هم ارزښتونه بې ارزښته دي او د ژوند لارې د فکري حرکت پر ځای په بې فکره حرکت سره ټاکل کیږي.

   دلته لا هم ډېر وګړي خپلې کړنې یواځې د ځاني ګټو پورې تړلې ګڼي، دلته لا هم ډېری ستاینې د هغوی د حقیقي شخصیت پورې تړلې نه دي بلکې د کاذبانه شخصیت په ورکولو سره مو ناکاره وګړیو نه دروغجن اتلان او ویاړلي شخصیتونه جوړ کړي وي.

  ډېری وګړي د فکر د بدلېدو خبره کوي، چې ګواکې دلته فکرونه بدل شوي؛ خو زما لپاره د دغه فکر بدلېدل داسې برېښي، چې دلته لا هم ډېری وګړي، د تقلید او د نورو پسې د شاتګ لاره غوره کړې پرته له دې چې د کړنو او موضوعاتو په ماهیت پوه شي.

   که موږ د بدلون خبره کوو؛ نو باید د عمل او وینا تر منځ په وګړیو کې یووالی سره پرتله کړو، وګورو چې د دوی د خبرو او عمل ترمنځ څومره یووالی شتون لري، دوی یواځې په شعارونو بسنه کوي او که شعارونو ته د عمل جامه هم ور اغوندي.

  زما تجربې په لنډ وخت کې راښیي، چې موږ په ډېرو ارزښت لرونکو او مهمو موضوعاتو کې هم سره یووالی اختیار نه شو کړی، د ډېرو کمو او وړو ځاني ګټو او ځان ښودنې په موخه راځنې ډېری ملي پروسې کم رنګه شوې او هره ډله یې د ځان لور ته راکاږو.

  که موږ د ملي فکرونو لپاره کار کولی؛ نو پکار دا وه، چې ټول واړه مخالفتونه مو شاته غورزولي وای، که موږ ملي فکرونه درلودلی؛ نو ټول هغه واړه، وراسته او خوسا فکرونه چې د ملي فکرونو د کم رنګه کېدو سبب ګرځي باید له هغې مو ځان خلاص کړی وای او موږ د دغو بې فکره زنزیرونو په جال کې راګیر نه وای پاتې شوي.

   موږ تل خبرې کړي، ډېری کړنې مو د ځان ښودنې په پار تر سره کړي، د فکر د بدلون خبرې مو کړي، د کار په چغو وهلو مو ستوني پړسولي، د ملي والي، یوه او بل نوم تر عنوان لاندې مو ښې پرېمانه چغې کړي؛ خو په ريښتیني بڼه مو فکرونه هغه ډول نه دي روزلي چې ورته اړتیا لیدل کیږي.

   زموږ تر ټولو لویه بدمرغي دا ده، چې د هدفي او فکري کړنو پر ځای مو تقلیدي او د نورو پسې د شاتګ فکر ډېر قوي او پیاوړی دی، موږ د موضوعاتو د ارزښتونو په درجه بندۍ کې تل پاتې راغلي یوو، موږ تل ځانونه ډېر ارزانه پلورلي او د فکر پر ځای مو بې فکري ډېره روزلې؛ ځکه مو کړنو او خبرو د بې هدفه ډزو په شان هېڅ ځای نه دی نیولي او ټولې نښې راځنې خطا شوي دي.

لیکنه: نظیف الله نظیف

دا هم وګورئ

lom

فکر ته مو بدلون ورکړئ چې ژوند مو تغير ومومي!

( فکر ته دې بدلون ورکړه چې ژوند دې تغير ومومي ) دې مشهورې وينا …

WP Facebook Auto Publish Powered By : XYZScripts.com