کور پاڼه / خبرونه / کندوز:د انسان تښتونکو له منګولویو کوچنی ازاد او خپلې کورنۍ ته وسپارل شو:
IMG_7466

کندوز:د انسان تښتونکو له منګولویو کوچنی ازاد او خپلې کورنۍ ته وسپارل شو:

ابوبکر ضیایی  د حاجي ضیاالحق ضیايی  زوی یوولس ورځې وړاندې  د انسان تښتونکو له لوري هغه مهال چې ښوونځي ته په لاره ؤ وتښتول شو، سمدلاسه د ولایتي ادارې مشرتابه  له لورې کشفي او امنیتي ارګانونو ته لارښوونه وشوه چې په ټول قوت سره د کوچني ابوبکر دبیرته راخلاصون لپاره لاس په کار شي، همغه ؤ چې نن شپه نهه بجې د زړورو امنیتي او کشفي ځواکونو دپرلپسې هڅو په پایله کې  ابو بکر د انسان تښتونکو له منګولو  ازاد او له خپلې کورنۍ سره یوځای شو.

خپلې کورنۍ ته د کوچني ابوبکر د سپارلو پرمهال کندوز والي ډاډورکړ چې اختطافچیان د امنیتي  او کشفي ارګانونو تر څار لاندې دي او  ژر تر ژره به دستګیر او دقانون منګولو ته وسپارل شي.

د کوچني ابوبکر پلار حاجي ضیاالحق ضیايي چې زوی روغ او جوړ ترلاسه کړ،د ولایت له مشرتابه،کشفي او امنیتي ارګانونو له مسؤلینو او منسوبینو مننه وکړه او یاده يې کړه چې  د ابوبکر په ژوندي ترلاسه کولو سره يې کورنۍ ته نوی ژوند او خوشالۍ راغله.

کندوز والي په همدې مهال د ملي امنیت  او امنیه قوماندانۍ له مسؤلینو او هغو سرتیرو مننه او ستاینه وکړه چې د ابوبکر  په راخلاصون کې يې نه ستړي کیدونکي تلاشونه کړې وه.

دا هم وګورئ

IMG_7329

کندز: د ۱۳۲ میلیونه افغانیو په ارزښت ۳۸ پروژې پيل شوې.

نن  د کندوز په مرکز کې د ولسي تړون برنامې په چوکاټ کې  د یو …