کور پاڼه / ځانګړي مطالب / که لمر مړ شي څه به وشي؟

که لمر مړ شي څه به وشي؟

موږ نړۍ د لمر په شاوخوا را څرخي، چې لمر وخېږي، ورځ شي، چې لمر ډوبېږي شپه شي.

خو که داسې ورځ راغله چې لمر ونه خوت، نو څه به کېږي؟ که لمر مړ شي، نو دا نړۍ به ختمه شي؟

l

د ستورو د له منځه تللو په هکله به موږ لږ ډېر اورېدلي وي، خو دا پته هم درته شته چې د لمري نظام تر ټولو لویه سیاره لمر یوه ورځ ختمېږي؟.

ساینسپوهان وايي، چې راتلونکو پنځو ارب یا میلیارد کلونو کې لمر مړ کېږي، خو لا هم دوی نه پوهېږي چې له هغه وروسته به څه کېږي.

le

د برتانیا مانچسټر پوهنتون کې ستورپوهانو یوه نړیواله ډله د دې خبرې معلومولو هڅه کوي.

دوی د اوسنیو بدلونونو په هکله ځینې وړاندوینې کړې دي.

د دوی په خبره، کله چې د لمر د مرګ وخت نږدې شي، نو د سیارو منځ کې به د ګاز او ګرد په روښانه شپول بدل شي.

دې عمل ته پلینیټري نیبولا یا د سیارې شاوخوا د ګاز او ستوري شپول وايي، چې له امله یې ټول ژوندي ستوري کې ۹۰ سلنه بدلون راځي.

په نتیجه کې د دې سو ررنګه خورا لوی لمر کچه د یوې سپینې ګولۍ په څېر کېږي.

 

د نېچر ایسټرونومي په نوم مطالعې یو لیکوال البرټ زجلیسټرا وايي، کله چې یو ستوری مري، نو ډېر ګاز او ګرد ترې پورته کېږي، چې انولف یا لفافه ورته وايي:

“دا دوړې او ګرد د لمر د ټول حجم نیمايي وي او اغېز یې په مرکز هم غورځي او ورو ورو کمزوری کېږي”.

د مرګ په وخت لمر څه وکړي

lee

د ساینسپوهانو په خبره، دا پېښه هغه وخت کېږي چې د سیارې له منځ برخې نه وتونکی ګرد او ګاز د لس زرو کلونو پورې ځلېږي او دا په ستوریو کې لنډ وخت دي.

دا ډول پلینیټري نیبولا تر سترګو کېږي، ځینې نیبولا دومره ځلېږي چې د لکونو نوري کلونو لپاره لیدل کېږي.

البرټ زجلسټرا وايي: موږ ته نه یواځې د کروړونو کلونو پخواني ستوري پته لګېدلې، بلکې موږ اوس دا هڅه هم کوو چې د مړه کېدو په وخت به د لمر غبرګون څه وي.

د مطالعې له بشپړولو مخکې ساینسپوهان نه پوهېدل چې له لمر سره داسې کېږي.

leee

د لمر سره څه کېږي؟ په دې د پوهېدلو لپاره ستورپوهانو نوی ډېټا ماډل( د معلوماتو اېښودلو ډول) جوړ

دا ماډل له مختلف عمر ستورو څخه د وتونکې ځلا له مخې وړاندوینه کوي.

دا نوی ماډل د شمېرو او ساینسي ارځونې ماډل پر تضادونو رڼا اچوي.

البرټ وایي، له شمېرو پته لګېږي چې د لمر په څېر له کم وزنه ستوري هم تاسو ته روښانه پلېنیټري نیبولا رسېږي.

له دې مخکې داسې باور و چې لږ تر لږه د لمر دوه برابر وزن لرونکو ستورو څخه روښانه نیبولا تر سترګو کېږي.

leeee

اوس معلومه شوې چې د ستوري د مرګ پر مهال چې له هغه کوم ګاز او ګرد وځي، نو د پخوانیو اټکلونو خلاف درې چنده ډېر ګرم وي.

په دې سبب د لمر په څېر کمزوري او کمه وزنه ستوري نیبولا جوړېږي.

په پای کې البرټ زیاتوي: د دې څېړنې پایلې خورا ښې دي:

“اوس نه یواځې د لمري نظام یا د هغه شاوخوا کهشکان کې د لکونو پخوانیو سیارو په هکله د معلوماتو ترلاسولو په چل پوهېږو، بلکې اوس دا هڅه هم کوو چې کله د لمر د مړینې وخت را رسېږي، نو څه به پکې پېښ شي”.

بي بي سي پښتو

دا هم وګورئ

Atfal

کندوز والي:د نشه يې توکیوکښت،کاروبار او کارونې  دهېوادټولنیز ثبات او نوم ته زیان رسولی

دنشه يې توکیو پرضد مبارزه د ټولو ګډ مسؤلیت دی،نشه يې توکیو زموږټولنه ،ټولنیز ثبات …