کور پاڼه / لیکنې / که غواړئ چې ښکلې شئ  نو ….
nice

که غواړئ چې ښکلې شئ  نو ….

دا د ټولو غوښتنه ده چې د مخ پوست یې ښکلی او شفاف وي. که تاسو هم غواړی چې ښکلي واوسی نو دغه اووه ټکي په پام کې ونیسئ.

۱- با کیفیته مواد وکاروئ: د مخ مینځلو لپاره هغه محصولات وکاروی چې په یو ځل کارولو سره مو مخ ښکلی شي. ګرد او دوړې ترې پاکې شي، خو د مخ اصلي او طبيعي غوړ یې له منځه ولاړ نه شي.

۲ – له صابون څخه په کمه اندازه ګټه واخلئ: هڅه وکړئ په يوه شپه او ورځ کې د مخ د مینځلو لپاره دوه یا درې ځلې صابون او یا دې ته ورته څه وکاروئ، که له دې زیات شي، مخ مو خپل طبيعې حالت له لاسه ورکوي.

۳- د اوبو تودوخه په پام کې ونیسئ: د مخ مینځلو لپاره معتدلې اوبه وکاروئ. ډېرې یخې اوبه مو د مخ پر پوست شته سوري بندوي.

۴- مخ مو سم ومینځئ: مخ ته تر هغه وخته اوبه ور واچوئ چې په سم ډول پاک شي.

۵- هغه مواد وکاروئ چې پوستکی مو حساسیت ورسره ونه لري: دې ته مو هم باید پام وي، هغه مواد چې تاسو یې د مخ مینځلو لپاره کاروئ، له مخ سره مو باید سازګاري ولري، که داسې نه وي کېدای شي له حساسیت سره مخ شئ.

حمیدالله حمیدي

دا هم وګورئ

Untitled

له جګړې ستړي او د سولې تږي یوو

  له کلونو راپه دېخوا مو مشران او زعیمان د سولې په تړاو میزونه ډبوي، …