کور پاڼه / راپورونه / امنیتي چارواکي :د فراه وضعیت تر کنترول لاندې دی
farah

امنیتي چارواکي :د فراه وضعیت تر کنترول لاندې دی

د کورنيو او دفاع وزارتونو چارواکي وايي ډير ژر به د فراه ولایت د ښار وضعیت بدلون وکړي او د نن ورځي تر پای به په دغه ښار کې په امنیت وضعیت د پام وړ ښه والي راشي

د ملي دفاع وزارت سرپرست وياند محمد رادمنش نن په يوې خبري ناسته کې خبریالانو ته ووی چې افغان ځواکونه د فراه د مرکز ښار په درې کيلو مټرۍ کې له وسله والو طالبانو سره پر جګړې بوخت دي او ډېر ژر به وضعيت کابو کړل شي.

په داسي حال کې د فراه امنیه قوماندان فضل احمد شیرزاد هم رسنیو ته خبرو کې  منلي چې تازه دمي ځواکونه دغه ولایت ته رسیدلي راد منش هم خبریالانو ته وویل چې تازه دمې سرتیري رسیدلي او طالبانو سره په نښته بوخت دي .

د رادمنش زیاته کړه چې تر دمه په دغه نښتو کې كې له لسو زيات طالبان او دوه امنيتي سرتېري وژل شوي، له لسو زيات طالبان او څلور امنيتي سرتېري ټپيان دي.

هغه وايي، ځينې كسان په قصدي توګه داسې ښيي، چې وضعيت د افغان ځواکونو له کنټروله وتلى، خو په خبره يې، اوضاع د افغان سرتېرو له لوري په ښه توګه مديريت کېږي او مخالفين به وځپل شي.

بلخوا د کورنيو چارو وزارت وياند نجيب دانش په ياده خبري غونډه كې وويل، په فراه کې جګړه روانه ده او افغان ځواکونه به په ټول توان طالبان د دې ولايت له مرکزه په شا وتمبوي.

هغه زياته كړه، ځانګړي ځواکونه له کندهاره او کومانډو ځواکونه له هراته فراه ته رسېدلي دي.

د دانش په وينا، طالبانو تر دې دمه كومه دولتي ودانۍ نه ده نيولې او په دې اړه خپاره شوي راپورونه بې بنسټه دي.

خو د فراه ولايت يو شمېر اوسېدونکي وايي، په دغه ولايت کې امنيتي ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې، ګڼ شمېر كسان بې ځايه شوي او دوی د انساني ناورين د رامنځته کېدو په تړاو اندېښنه لري.

دا په داسي حال کې ده چې طالب ویاند یوسف احمدي بیا ادعا کړي چې د فراه ولایت په مرکزي ښار کې د دوي ملګرو پرمختګ کړي او د ملي امنیت ریاست يي تر ولکي لاندي راوستي او بریدونه يي لا هم په شدت سره پرمخ روان دي

دا هم وګورئ

char

مسؤلین: غزنې کې به ژر حالت عادي شي

د افغانستان دفاع وزیر طارق شاه بهرامي وایي دغزني ښار د تصفیې لپاره له نورو …

WP Facebook Auto Publish Powered By : XYZScripts.com