کور پاڼه / خبرونه / کندوز:د ښاروالي دمشورتي شورا تعمیر ګټې اخیستنې ته وسپارل شو : 
wq

کندوز:د ښاروالي دمشورتي شورا تعمیر ګټې اخیستنې ته وسپارل شو : 

نن په کندوز کې د دوه میلیونه ،څلور سوه او پنځوس زره افغانیو په ارزښت د ښاروالۍ دمشورتي شورا اداري تعمیر له جوړیدو وروسته رسماً ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
په همدې موخه جوړو شویو مراسمو کې کندوز والي عبدالجبار نعیمي ،په ولایتي شورا کې دخلکو استازو،مشرانو،مسؤلینو،میرمنو،ځوانانو او د رسنیو استازو ګډون درلود.
کندوز ښاروال نجیب الله عمر جوړوشویو مراسمو ته پيلیزو خبرو کې وویل چې اوسمهال د کندوز ښاروالۍ په چوکاټ کې د کندوز ښار په بېلابېلو برخو کې ۱۵ پروژې تر کار لاندي دي چې ځیني به يې په نږدې راتلونکي تکمیل اوګټې اخیستنې ته وسپارل شي،چې ددغو پروژو مالي لګښت د یو این هبیتات لخوا ورکول کیږي.
د مدني نهادونو په استازیتوب ذبیح الله مجیدي او په ولایتي شورا کې د کندوز د خلکو استازي غلام رباني رباني چې په وار سره يې خبرې وکړي، دپرمختګ له هر لوی او واړه ګام هر کلی وکړ یاده يې کړه چې دوی به په ټول قوت سره د هر ملي بهیر ملاتړ وکړي او هم به خلک وهڅوي چې د ولایت په امنیت،انکشاف او ټولنیز خوندیتوب په برخو کې د محلي اداري او امنیتي ځواکونو سره مرستې وکړي.
کندوز والي عبالجبار نعیمي بیا خلکو ته دمبارکۍ ترڅنګ وویل (( خوشاله یم چې نن د کندوز د ابادۍ په ډګر د د نږدي شپږ میلیونه افغانیو په ارزښت دوه پروژې ټولګټې پروژې ګټې اخیستنې ته سپارل کیږي، د کندوز خلکو ته ډاډ ورکوم چې موږ په دغه ولایت کې د امنیت،انکشاف او پرمختګ په برخو کې دنویو بنیادونو اېښودلو ته ژمن یو،په همدې برخو کې زموږ تلاشونه شپه ورځ جریان لري، له خلکو غواړم چې زموږ سره په امنیت،انکشاف او دغوره حکومتدارۍ دبنسټونو دتقويې په برخو کې اوږده پر اوږه کار وکړي او په دې سره دخپلو سیمو پرمختګونو ته زمینه برابر کړي.))
۱۳۹۷-۲-۲۵
د کندوز ولایت د رسنیو او اړیکو دفتر

دا هم وګورئ

IMG_8769

کندوز والي : د منفي تبلیغ کوونکو او وسلوالو مخالفینو لار یوه ده

کندوز والي دا څرګندونې نن هغې لوی ولسي غونډې ته د وینا پرمهال وکړې چې …