کور پاڼه / خبرونه / کندوز والي : د منفي تبلیغ کوونکو او وسلوالو مخالفینو لار یوه ده
IMG_8769

کندوز والي : د منفي تبلیغ کوونکو او وسلوالو مخالفینو لار یوه ده

کندوز والي دا څرګندونې نن هغې لوی ولسي غونډې ته د وینا پرمهال وکړې چې د ښاروالۍ دمشورتي شورا د تعمیر د پرانستې په موخه جوړه شوې وه، کندوز والي وویل (( په شکایاتو،بې بندوباره څرګندونو، او منفي تبلیغاتو پروژې نه ترسره کیږي،هغوی چې دنظام او ملي ځواکونو پرضد منفي څرګندونې او تبلیغات کوي د وسلوالو مخالفینو همکاران او لارویان دي.))

کندوز والي زیاتوله (( هیڅوک حق نه لري چې د نظام او ملي ځواکونو پرضد منفي څرګندونې او بې بندوباره تبلیغات وکړي،د دولت هره مامور خلکو ته په خدمت مکلف دی او باید د هر ډول منفي څرګندونو او تبلیغاتو دمخنیوي په برخه کې خپل رسالت ترسره کړي.))

د ولایت رهبري همداراز وویل((  د تولنې هر وګړی،ښوونکي،جید دیني عالمان، ځوانان،د رسنیو استازي ، مشران او هر وګړی ملي مسؤلیت لري چې د فکري رغونې، د ملي یووالي دټېنګښت  او فکري رغونې په برخه کې  اساسي کار وکړي او هغه تیاره ذهنونه ورغوي چې لا هم زموږ د هېواد،خلکو او پرمختګونو سره دښمني کوي او دبل په اشاره  پرمختیايي پروژې تخریبوي او بې ګناه او بې دفاع ولسونه مو په  بې رحمۍ سره  شهیدانوي.))

کندوز والي دخپلې وینا په  اوږدو کې ډاډ ورکړ چې د کندوز د سرتاسري خوندیتوب او پرمختګ لپاره به شپه ورځ کار وکړي او په دغه برخه کې  به دهیڅ راز ستړیا احساس ونکړي.

۱۳۹۷-۲-۲۵

د کندوز ولایت د رسنیو او اړیکو دفتر

دا هم وګورئ

IMG_0255

له کندوزه د تل پاتې سولې،یووالي او دایمي اوربند ولسي غږ پورته شو

نن په کندوز کې  دیوې پراخې ولسي غونډې له لارې چې پکې د ولایت رهبري،امنیتي …