کور پاڼه / خبرونه / کندوز والي: موږ صلاحیتونه ویشلي دي
IMG_8762 - Copy

کندوز والي: موږ صلاحیتونه ویشلي دي

 کندوز  والي عبدالجبار نعیمي دا څرکندونې  د ښاروالۍ د مشورتي شورا د اداري تعمیر د ګټې اخیستنې ته  دسپارلو په موخه جوړو شویو مراسمو ته د وینا پرمهال وکړي.

ښآغلي نعیمي وویل (( صلاحیتونه یوازې د ولایت مقام،امینه قواماندانۍ او ملي امنیت پورې محدود نه دی، موږ خپلو ټولو ادارو ته په مرکز او ولسوالیو کې صلاحیت ورکړی چې دخپلې وظیفوي لایحو سره سم د قانون په چوکاټ کې خلکو ته  خدمات وړاندې کړي  او پرینږدي چې  خلک په وړو، وړو مسایلو او کارونو  ادارې مصروفي  او د عامه چارو پروړاندې ځنډ او خنډ رامنځته کړي.))

کندوزالي وویل ((  د دولت هره اداره مسؤلیت لري چې د چارو د سمون،بهبود او مثبت بدلون لپاره کار وکړي او په خپلو ادارو کې د مکافاتو او مجازاتو اصل رعایت کړي او په بشپړه توګه د حاضرۍ پاپند ووسي،ترڅو په دې سره  د غوره حکومتدارۍ بنسټونه تقویه او خلکو ته پروخت خدمات وړاندې شي.))

 کندوزوالي زیاتوله (( موږ مثبت بدلون او سمون ته ژمن یو،  په هر صورت سره به  د امنیت،انکشاف  او حکومتدارۍ په سکتورونو کې  دچارو دښه سمون او بهبود په موخه مثبت بدلون راولو،ترڅو په مرکز او ولسوالیو کې ټولو ته یو شان خدمات ترسره ،امنیت خوندي   او د انکشاف لمن تر هر کور او کلي ورسیږي. او په دې سره د پراخې بېکارۍ کچه راټیټه شي.)

۱۳۹۷-۲-۲۵

د کندوز ولایت د رسنیو او اړیکو دفتر

دا هم وګورئ

IMG_8769

کندوز والي : د منفي تبلیغ کوونکو او وسلوالو مخالفینو لار یوه ده

کندوز والي دا څرګندونې نن هغې لوی ولسي غونډې ته د وینا پرمهال وکړې چې …