کور پاڼه / خبرونه / فراه: طالبان د فراه ښار له ټولو برخو وشړل شول:
taliban

فراه: طالبان د فراه ښار له ټولو برخو وشړل شول:

 د وروستیو راپورونو له مخې، وسله وال طالبان، چې د سې شنبې په شپه او سهار د فراه ولایت د مرکز فراه ښار ځینو سیمو ته په ننوتو بریالي شوي وو، شاتګ ته مجبوره شوي دي.

طالبان وروسته له دې له فراه ښاره وشړل شول چې دې ښار ته ځانګړی پولیس او کومانډو ځواک ورسېد او هوايي ملاتړ یې وشو.

طالبانو په ۲۰۱۵ او ۲۰۱۶ کلونو کې کندوز ښار د لنډ وخت لپاره نیولی و. که دې ډلې فراه ښار نیولې وای، دا به له ۲۰۱۶ راوروسته لومړنی ولایتي مرکز و چې د طالبانو لاس ته لوېږي.

له راپورونو داسې ښکاري چې طالبان ونه توانېدل چې په فراه ښار کې مهم دولتي مرکزونه ونیسي.

طالبان وروسته له دې فراه ښار ته ننوتل چې اجرايي ريیس عبدالله پر ولسمشر غني او امنیتي چارواکو امنیتي چارو ته د نه پاملرنې په خاطر توندې نیوکې وکړې.

عبدالله، چې په الیکترونیکي تذکرو کې د افغان کلمې ذکرېدو غوسه کړی و، دې موضوع ته د بیا بیا اشارې په ترڅ کې وویل چې د هیواد مشرتابه د مهمو مسلو پر ځای پاروونکو مسلو ته لومړیتوب ورکوي.

د نیویارک ټایمز د راپور له مخې پر فراه د طاللبانو له حملې سره سم په دغه ولایت کې د عبدالله له لوري ټاکل شوی والي بصیر سالنګي، چې د اجرايي رييس په شان د شمال ټلوالې غړی دی، وتښتېد.

د سالنګي تېښتې په فراه کې داسې شکونه پیدا کړي چې ممکن د طالبانو حمله او ښار ته اسانه پرمختګ د مخکې تر مخکې جوړجاړي پر اساس شوی وي.

پرون طالبانو او ځینو نورو ادعا کړې وه چې طالبانو د فراه د ملي امنیت ریاست ودانۍ نیولې ده خو وروسته څرګنده شوه چې طالبان په دې کار نه دي بریالي شوي

دا هم وګورئ

elder

کندز والي:دتولنې هروګړی مسؤلیت لري چې په خپلو سیمو کې پرمختګونو ته زمینه برابره کړي

کندز والي دا څرګندونې نن د نیکمرغه لوی اختر په دریمه دخان اباد  او امام …

WP Facebook Auto Publish Powered By : XYZScripts.com