کور پاڼه / راپورونه / کندوز ته د دولت یو لوړپوړی پلاوی رسیدلی
IMG_0099

کندوز ته د دولت یو لوړپوړی پلاوی رسیدلی

کندوز ته د کابېنې د غړو د راتګ بهیر پيل شو :
نن کندوز ته د طبعي پېښو پروړاندې د مبارزې وزارت د محترم وزیر نجیب اقا فهیم په مشرۍ ګډ عاليرتبه پلاوی چې په ترکیب کې يې د عامي روغتیا،کرنې، ټولګټو چارو ،د ښار او کور جوړولو چارو، کلیو او پراختیا، دکار ټولنیزو شهیدانو او معلولینو چارو وزارتونو معینان، دسرې میاشتې عمومي ریاست سرپرست ډاکټر میرویس اکرم، دپېښو پروړاندې دمبارزې په چارو کې د دولت مشاور عزت الله صدیقي هم پکې ګډون لري کندوز ته راغلل.
راغلي پلاوي لومړی د ولایت مقام په دفتر کې د کندوز والي عبدالجبارنعیمي سره لیدنه وکړه ، په دغه لیدنه کې د راغلي پلاوي مشر نجیب اقا فهیم وویل (( موږ د ولسمشر د حکم پراساس کندوز ولایت ته د هغو وړاندیزونو د تعقیب په موخه راغلو کوم چې د کندوز والي عبدالجبارنعیمي لخوا کابل ته د خپل وروستي رسمي کاري سفر پرمهال د ملي یووالي حکومت رهبري او وزارتونو ته سپارل شوي وه،ترڅو په بېلابېلو سکتورونو کې دکندوز د اداري او خلکو وړاندیزونه واورو او رسیده ګي ورته وکړو.))
کندوز والي عبدالجبارنعیمي راغلي پلاوي ته تر ښه راغلاست ویلو وروسته د کندوز د هر اړخیز وضعیت په اړه بشپړ معلومات ورکړل او یاده يې کړه چې کندوز ته په دوه ځلې سقوط کې سخت زیان رسیدلی چې بنیادې پاملرنې ته ځانګړې اړتیا لري.
ښاغلي نعیمي وویل (( کندوز په هر اړخیزه توګه هر سکتور کې بنیادې پاملرنې ته اړتیا لري،موږ د دغه ولایت د خلکو غوښتنې په رسمي توګه وزارتونوته سپارلي دي،اړتیا ده چې هر وزارت د کندوز د ادارې او خلکو وړاندیزونو ته رسیدګي وکړي،ترڅو په دې سره په دغه ولایت کې د ولسي ژوند ښه والي او بنیادي پرمختګ نوي بابونه پرانیستل شي.))
وروسته په جلا ناسته کې دسکتوري ادارو رئیسانو د راغلي پلاوي سره اړوند برخو کې خپلې غوښتنې او وړاندیزونه شریک کړل او ټینګار وشو چې هر وزارت دې د کندوز د خلکو وړاندیزونو ته رسیده ګي وکړي،دشویو وړاندیزونو ورورسته د راغلي پلاوي هر غړي په وارسره اړوند برخو کې نوي ژمنې او زیري ورکړل او یاده يې کړه چې د کندوز د ادارې او خلکو وړاندیزونو ته به ځانګړې پاملرنه وشي.
د یادونې وړ ده چې په لومړي ځل د کابینې یو وزیر او عالیرتبه پلاوی دغه ولایت ته په دې وروستیو کې سفر کوي او له نږدې د ادارې او خلکوغوښتنې اوري.

دا هم وګورئ

gover

کندزوالي:د شهیدانو  له سپيڅلو  مبارزو  او کارنامو دې زده کړه وشي

کندز والي دا څرګندونې  نن د شهیدانو اونۍ په نمانځغونډه کې د وینا پر مهال …

WP Facebook Auto Publish Powered By : XYZScripts.com