کور پاڼه / خبرونه / کندوز والي:د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی کورنۍ اوټولنه ورانوي
IMG_5558 - Copy

کندوز والي:د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی کورنۍ اوټولنه ورانوي

کندوز والي عبدالجبارنعیمي دا څرګندونې نن دښځو پروړاندې دتاریخوالي دمخنیوي کمیسیون په غونډه کې وکړې،جوړې شوې غونډې ته د اجنډا سره سم برخوالو په اړوند برخو کې دشویو  کارونو،روانو چارو او راتلونکو پلانونو په اړه معلومات او راپورونه وړاندې کړل.

د ولایت رهبري بیا دښځو پروړاندې هرډول تاوتریخوال غیر انساني،غیر اسلامي او حشي عمل وباله او یاده يې کړه چې دښځو پروړاندې تاوتریخوالی د کورنۍ او ټولنې د ویجاړۍ سبب ګرځې،چې مخنیوی يې دټولنې دهر فرد او فامیل دنده ده.

 کندوز والي  د ښځو پروړاندې د تاریخوالي دمخنیوي په موخه  د ارشاد حج او اوقافو،پوهنې،اطلاعات او فرهنګ او پوهنتون ریاست مسؤلینو ته لارښوونه وکړه چې په دغه برخه کې دفکرې رغونې لپآره اساسي کار وکړي او هم دې جید دیني علماء،مشران او د رسنیو مسؤلین په دغه برخه کې خلکو ته ځانګړې پيغامونه انتقال کړي،ترڅو په ټولنه کې دښځو پروړاندې د تاوتریخوالي پېښې پای ومومي.

 دولایت مشرتابه  یو ځل بیا په ادارو کې دښځو پر فعالې ونډې ټینګار وکړ او اړوند ادارو ته يې لارښوونه وکړه چې په ادارو کې د میرمنو دجذب  لپاره فرصتونه زیات کړي.

کندوز والي په دغه غونډه کې له عدليي او قضايي ارګانونو هم غوښتنه وکړه چې پروخت د ښځو پروړاندې د تاریخوالي دپېښو قضیو ته د رسیده ګۍ په برخه کې ځانګړې پاملرنه وکړي او عدالت  تامین کړي.

کندوز والي عبدالجبارنعیمي دخپلو  خبرو په وروستیو کې یو ځل ډاډ ورکړ چې دښځو دژوند ښه والي،په ادارو کې دښځو د ونډې زیاتوالي،دښځو لپاره  دغوره کاري فرصتونو د  رامنځته کولو او اناثیه زده کوونکو لپاره به دغوره ښوونیزو اسانتیاؤ د برابرولو په برخو کې شپه ورځ کار وکړي.

دا هم وګورئ

IMG_7329

کندز: د ۱۳۲ میلیونه افغانیو په ارزښت ۳۸ پروژې پيل شوې.

نن  د کندوز په مرکز کې د ولسي تړون برنامې په چوکاټ کې  د یو …