کور پاڼه / خبرونه / کندوزوالي:کندوز کې هر ماښام د سولې ډله ییزې دوعاګانې کیږي
IMG_6045

کندوزوالي:کندوز کې هر ماښام د سولې ډله ییزې دوعاګانې کیږي

 رمضان المبارک چې  دبخښنې،معفرت،خواخوږۍ ،بشرپالنې او د خدای ج د عبادت میاشت ده،په همدې مبارکه میاشت کې د کندوز په مسجدونوکې د سولې ډله ییزې دوعاګانې کیږي.

نن د روژې مبارکې شپاړسم ماښام کندوز والي د کندوز ښاریانو سره یو ځای دښاروالۍ په مسجد کې  روژه ماتی وکړ او له روژه ماتي  وروسته يې د کندوز ښاریانو ته دسولې، یووالي، صبر، بخښنې او ورور ګلوۍ پيغامونه ورکړل او غوښتنه يې وکړه چې ټول باید په ګډه د کرکو،بدبینیو،نفاق،ظلم،وحشت،دهشت او د انسان ځورونې دهر ډول عمل دمخنیوي پروړاندې خپل رسالت ترسره او په ټولنه کې د فکري رغونې،یووالي،هېواد ابادونې او نظام پالنې تخمونه وشیندي او په دې سره پرمختګونو ته زمینه برابر کړي.

کندوز والي په دغه ماښام کې له دیني علماؤ،مشرانو،ښوونکو،دپوهنتون له استادانو او د رسنیو له مسؤلینو وغوښتل چې د ټولنیز پوهاوي او فکري رغونې لپاره په پوره مسؤلیت سره کار وکړي او په دې سره  ټولنه کې دهر ډول بدبختیو ټغر ټول کړي.

کندوز والي په دغه ماښام کې دښاروالۍ ریاست مسؤلینو ته لارښوونه وکړه چې د ښاروالۍ مسجد د اساسي رغونې لپاره سرله سبا لاس په کار شي او ددغه مسجد ټولې برخې په اساسي ډول ترمیم او ورغوي.

دا هم وګورئ

kaja

هلمند: د کجکې بند ایراني اتباعو لخوا د ورانولو د شدید ګواښ سره مخ دی

 د هلمند والي تورن جنرال محمد ياسين ياسين وايي د کجکي د اوبو بريښنا بند …

WP Facebook Auto Publish Powered By : XYZScripts.com