کور پاڼه / راپورونه / کندوز والي:هیڅوک حق نه لري چې له روابطو او موقف څخه سوء استفاده  او قانون مات کړي
IMG_5709

کندوز والي:هیڅوک حق نه لري چې له روابطو او موقف څخه سوء استفاده  او قانون مات کړي

 کندوز والي نن د جمعې په مبارکه شپه د استناف محکمې  دغونډو په تالار کې د عظیم الشان قران د مبارک ختم په مناسبت جوړې شوې غونډې ته په خبرو کې وویل(( د دولت هر مامور د قانون په تطبیق او نظام په حمایت مکلف دی،هیڅوک حق نه لري چې  دروابطو او موقف څخه سوء استفاده وکړي، هغوی چې دنظام او اساسي قانون خلاف کړنې ترسره کوي پروړاندې به يې قانوني ګامونه پورته او دخپل عمل سزا به وویني.))

کندوز والي زیاتوله(( موږ د عدليي او قضايي ارګانونو دهرې  پریکړې درناوی او حمایت کوو،د دولت ټولې ادارې باید په دغه برخه کې همکاري وکړي او په هر صورت سره باید غله،وران کاري،تروریستان،قاتلین او قانون ماتونکی مجازات شي.ترڅو دنورو لپاره عبرت اوپه دې سره دهر ډول خودسریو او قانون ماتونې مخنیوی وشي.))

 کندوز والي همداراز په دغه غونډه کې ټولو امنیتي،کشفي او دفاعي ارګانونو ته لارښوونه وکړه چې د ولسي باور او اعتما روحيې دپياوړتیا لپاره د خلکو سره د لا غوره چلند څخه کار واخلي او هغه لاسونه لنډ کړي چې  په یو او بل نوم خلک ځوروي اوترې  باج اخلي.

دا هم وګورئ

gover

کندزوالي:د شهیدانو  له سپيڅلو  مبارزو  او کارنامو دې زده کړه وشي

کندز والي دا څرګندونې  نن د شهیدانو اونۍ په نمانځغونډه کې د وینا پر مهال …

WP Facebook Auto Publish Powered By : XYZScripts.com