کور پاڼه / خبرونه / کندوز والي : د دولت وسلوال مخالفین دې د مبارکې روژې په درناوي له وژنو،ورانیو او جګړو لاس واخلي 
IMG_5790

کندوز والي : د دولت وسلوال مخالفین دې د مبارکې روژې په درناوي له وژنو،ورانیو او جګړو لاس واخلي 

 ((نن  دجمعې په مبارکه شپه مو د  کندوز ولایت استناف محکمې  دغونډو په تالار کې  دمبارک کلام ختم او د دیني علماؤ سره  ناسته ترسره کړه،په دغه پرتمینه ناسته کې د افغانستان د سترې محکمې څخه راغلي پلاوي،قضاتو،جیدو دیني علماؤ،حافظان،ځوانانو او مسؤلینو ګډون درلود.

دا چې رمضان المبارک د زغم،صبر،بخښنې او د خدای ج د عبادت میاشت ده،له همدغه سپيڅلې مجلس مو د نظام،خاورې او خلکو دښمنانو ته دسولې او یووالي پيغام ورکړ او له ټولو مو وغوښتل چې د روژې د مبارکې میاشتې په  درناوي دهر ډول ورانیو،انسان وژنې،بې عدالتیو او انسان ځورونو لاس واخلي،د سولې له روانې پروسې سره یو ځای شي او دهېواد په ابادولو کې فعاله ونډه واخلي.

IMG_5709

د قران کریم د ختم په مناسبت جوړ شوې دغه پرتمین مجلس کې د یوشمېر حافظانو له لوري ښکلي حُسنې قرائتونه ترسره شول او ځوانانو نعتونه زمزمه کړل.

دپروګرام په پای کې  په هغو حافظانوډالۍ وویشل شوې چې ښکلي حُسن قرائتونه يې ترسره کړل او نعتونه يې زمزمه کړل.

د مبارک کلام دغه پرتمین مجلس په ګران هېواد افغانستان کې د تل پاتې سولې،ثبات،یووالي او امن په دوعايې سره پای ته ورسید.))

۱۳۹۷-۳-۱۰

د کندوز ولایت د رسنیو او اړیکو دفتر

دا هم وګورئ

IMG_7329

کندز: د ۱۳۲ میلیونه افغانیو په ارزښت ۳۸ پروژې پيل شوې.

نن  د کندوز په مرکز کې د ولسي تړون برنامې په چوکاټ کې  د یو …