کور پاڼه / خبرونه / کندوز کې به د ۷ میلیونه افغانیو په ارزښت د فوټبال دیو معیاري میدان دجوړیدو کار پيل شي. :
IMG_6154

کندوز کې به د ۷ میلیونه افغانیو په ارزښت د فوټبال دیو معیاري میدان دجوړیدو کار پيل شي. :

 (( کندوز کې د ځوانو ورزش کارانو لپاره دغوره سپورتي او معیاري میدانونو دجوړولو په هلوځلو کې  کندوز والي نن د افغانستان  دفوټبال فدراسیون دلوړرتبه او باصلاحیته پلاوی سره چې د فوټبال فدراسیون د مرستیال ښاغلي محمد یوسف کارګر په مشرۍ کندوز ته راغلی ولیدل.

په  دغه لیدنه کې  کندوز والي  یو ځل بیا مو یو ځل بیا دفوټبال لوبغاړو ستونزې،وړاندیزونه او غوښتنې شریکې کړي او له راغلي پلاوي يې  مو وغوښتل چې په کندوز کې دځوانو ورزش کارانو لپآره د غوره او معیاري سپورتې میدانونو  دجوړولو په برخه کې ځانګړې پاملرنه وکړي ،ترڅو د ورزش کارانو شته ستونزې حل اود یو معیاري میدان څښتنان شي.

د راغلي پلاوي مشر محمد یو سف کارګر وویل(( موږ کندوز ته ددې لپاره راغلي یو ترڅو د کندوز ادارې او ورزش کارانو ته زیر ورکړو چې  ژر به په دغه ولایت کې دفوټبال د یو معیاري نړیوال سپورتي میدان دجوړیدو کار پيل کړو، دغه میدان چې راتلونکو څومیاشتو کې به يې رسماً ودانیز  کار پيل شي، څه باندې  اوه میلیونه افغانۍ لګښت پرې کیږي ،چې د لازمو اسانتیاؤ لرونکی به وي  او هم به کندوز ته د فوټبال په برخه کې ځانګړی سهم ورکړي.))

دا هم وګورئ

kaja

هلمند: د کجکې بند ایراني اتباعو لخوا د ورانولو د شدید ګواښ سره مخ دی

 د هلمند والي تورن جنرال محمد ياسين ياسين وايي د کجکي د اوبو بريښنا بند …

WP Facebook Auto Publish Powered By : XYZScripts.com