کور پاڼه / خبرونه / اروزګان کې د ځانګړو عملیاتو او هوايي بریدونو پر مهال ۱۹ وسله وال وژل شوي    
paktea

اروزګان کې د ځانګړو عملیاتو او هوايي بریدونو پر مهال ۱۹ وسله وال وژل شوي    

 ارزګان کې د افغان ځواکونو ځانګړو عملیاتو او هوايي بریدونو کي ۱۹ وسله وال طالبان وژل شوي. د ارزګان ولایت د دهراود ولسوالی په انارجوی سیمه کي افغان کمانډو ځواکونو ځانګړي عملیات کړي چي په مهال یې د ملا جهاد په نوم د طالب قومندان ۸ ملګري وژل شوي دي. د ۲۰۵ اتل قول اردو مرستیال ویاند صادق عیسی وویل دغه عملیات تېره شپه ترسره شوي دي. نوموړی د یو بل خبر له مخي وايي مرکز ترینکوټ کي د افغان هوايي ځواک بریدونو ۱۱ وسله وال مخالفین وژلي او ۲ نور یې ټپیان کړي دي. دغو بریدونو د وسله والو طالبانو دوه مهم پټنځایونه هم له منځه وړل شوي دي. وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.  هوايي برید چورلکه

دا هم وګورئ

ride

 کندز: ځانګړو ځواکونو په دشتې ارچې کې د طالبانو زندان مات کړ

تېره شپه شاوخوا لس بجې افغان ځانګړو ځواکونو په دشتې ارچې ولسوالۍ کې دهوايي او …

WP Facebook Auto Publish Powered By : XYZScripts.com