کور پاڼه / راپورونه / دفاع وزارت: په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۳۸ دولت ضد وسله وال وژل شوي
gahzni

دفاع وزارت: په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۳۸ دولت ضد وسله وال وژل شوي

د افغانستان دفاع وزارت څخه خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، په بېلابېلو ولايتونو کې د پوځي عملياتو پر مهال ۳۸ دولت ضد وسله وال وژل شوي، ۳۳ ژوبل او ۴ نيول شوي دي.

اعلاميه کې ويل شوي دي، دغه پوځي عمليات په تېرو ٢٤ ساعتونو کې په ننګرهار، غزني، لوګر، ارزګان، فراه، فارياب، بغلان، تخار، کندز، بدخشان او هلمند ولايتونو کې شوي دي.

د دولت کومې مخالفې ډلې په دې اړه تر اوسه څه نه دي ويلي.

دا هم وګورئ

IMG_0099

کندوز ته د دولت یو لوړپوړی پلاوی رسیدلی

کندوز ته د کابېنې د غړو د راتګ بهیر پيل شو : نن کندوز ته …