کور پاڼه / خبرونه / زرګونه دیني علماء : ځانمرګي بريدونه د اسلام مبارک دین  حرا ګرځولي
re

زرګونه دیني علماء : ځانمرګي بريدونه د اسلام مبارک دین  حرا ګرځولي

دغه اعلان د غبرګولي په ١٤مه د ټول هېواد شاوخوا درې زرو دیني عالمانو د لويې جرګې په خېمه کې د يوې ورځنۍ غونډې په پاى کې وکړ.

د دغو عالمانو له خوا په اعلان شوې ٢٦ مخيزه فتوا کې د افغانستان روانه جګړه حرامه اعلان شوې او دغه راز په کې راغلي چې د انتحار او ځانمرګو بريدونو په اړه د اسلامي نړۍ ديني علماوو خپلې فتواوې ورکړې او دغه عمل يې د شرعي دلایلو او دیني نصوصو پر بنسټ قطعي حرام بللی دی.

سرچينې زياته کړې: ((موږ هم په دې برخه کې خپل نظر له یادو علماوو سره يو ځای کوو او په وضاحت وايو چې ځانمرګي بريدونه په اسلام کې حرام دي؛ ځکه چې د ځانمرګو بريدونو په پايله کې څو کبیره ګناهونه هم مهاله رامنځته کېږي چې په لاندې ډول دي:

لومړی: د خپل ځان وژنه چې په اسلام کې حرامه ده.

دويم : ژوند د الله جل جلاله له لوري انسان ته هِبه دی، نو يو انسان د هېڅ انسان د ژوند اخيستلو صلاحيت نه لري، حتی که د ده د خپل ژوند مسئله هم وي؛ ځکه انسان د خپل ژوند او نفس مالک نه دی، بلکې مالک يې الله قدير ذات دی.

درېيم: د ځانمرګي بريد په ترسره کولو سره د نورو بېګناه انسانانو وژل چې په اسلام کې

ستره ګناه ده.

څلورم: له انسان څخه چې اشرف المخلوقات دی، د يوې حربي وسيلې په توګه ګټه اخيستل انسانيت ته سپکاوی ګڼل کېږي.

پنځم: دا يوا زې د ځان وژنې په اړه حکم دی او که دغه ځان وژنه د نورو مسلمانانو د وژلو لپاره ترسره شي، دا بيا دوه برابره ګناه ده. يو د ځان د وژلو ګناه، بله د بل مسلمان د وژلو ګناه. په دې اړه د قرآن کريم ايات مخکې ذکر شول.

دغه راز علماوو ويلي چې په هېواد کې د هر راز اخلاقي، مالي او سياسي فساد، ابتذال، فحشاء او د اسلامي اصولو او معتقداتو پر وړاندې بې تفاوتي او توهين د زغملو وړ نه دی.

دوى له حکومت او ولس څخه غوښتي چې په دې برخه کې د علماوو وړانديزونو او مشورو ته غوږ ونيسي، په دې اړه مرتکبينو ته د جزاء ورکولو او په راتلونکي کې له دغو اعمالو څخه د هغوی د مخنيوي فتوا ورکوي.

علماوو پر ولس، حکومت، سياسي او مدني حرکتونو، د ټولنیزو شبکو پر مسوولو ادارو او پر ټولو رسنیو باندې غږ کوي چې د روانو ناخوالو د وتلو په خاطر خپل يووالي او وحدت وساتي او د دښمن د د سايسو ښکار نه شي او د بیان له ازادي په ناوړه ګټې اخیستو د ولس تر منځ له نفاق او نفرت اچولو په کلکه ډده وکړي .

دوى ويلي: ((همدا راز موږ د پاکستان د علماوو د وروستۍ متفقه فتوا پيغام پاکستان( چې هر ډول انتحار يې حرام بللی او د اسلامي رياست په وړاندې يې وسله واله مبارزه جهاد نه، بلکې بغاوت بللی، تائيدوو، ستايو او ملاتړ يې کوو.))

دا هم وګورئ

kaja

هلمند: د کجکې بند ایراني اتباعو لخوا د ورانولو د شدید ګواښ سره مخ دی

 د هلمند والي تورن جنرال محمد ياسين ياسين وايي د کجکي د اوبو بريښنا بند …

WP Facebook Auto Publish Powered By : XYZScripts.com