کور پاڼه / ځانګړي مطالب / په ننګرهار کې سیمه ییز زورواکي د را روانو انتخاباتو ازادي ګواښي
Jalalabad

په ننګرهار کې سیمه ییز زورواکي د را روانو انتخاباتو ازادي ګواښي

 د افغانستان په ختیځ ولایت ننګرهار کې یو شمېر زورواکي د ولسي جرګې او د ولسوالیو د شوراګانو په را روانو انتخاباتو کې د نورو خلکو د نوماندۍ او هغوی ته د رایه ورکوونې مخه نیسي.

په یوه شکایت کې چې تاند ته را رسېدلی، د ننګرهار ولایت د سره رود ولسوالۍ یوه اوسېدونکي ادعا کړې چې د ولسي جرګې غړی او ننګرهار مېشتی زورواکی، حاجي ظاهر قدیر، په را روانو انتخاباتو کې د نورو خلکو د نوماندۍ مخه نیسي.

ویل شوي چې ښاغلي قدیر د سره رود او د هډې د فارم سیمې اوسېدونکیو ته ویلي چې که هغه ته رایه ورنه کړي کډې به یې ور په شا کړي.

دې ته ورته څرګندونې په یوه محاوره کې چې په ټولنیزو رسنیو خپره شوې او جرمن مېشتي مذهبي فعال قاري عیسی محمدي په خپله فیسبوک پاڼه خپره کړې هم راغلي دي.

ویل کیږي، چې دغه زورواکي چې ځانونه د جهاد دویم نسل بولي، د نورو ولایتونو د زورواکو په څېر، په ننګرهار کې خپلې شخصي ملېشې لري چې په ډېرو حالتونو کې امنیتي ادارې هم ننګوي او په کارونو کې ورته ستونزې راپورته کوي.

په جلال اباد ښار کې د شنبې په ورځ /د جوزا ۱۱مه/ هم دوه تنه پولیس افسران د کار کولو پر وخت د نامعلومو وسله والو له خوا شهیدان شول او ویل کیږي چې ویشتونکو د پولیسو وسلې هم وتښتولې. ښاریان په داسې پېښو کې د ځایي ملېشو لاس لرل نه ردوي.

دا هم وګورئ

1

د ایران د اتومي تړون لانجه او د امریکا ستراتیژي

دا له نورو سره شریک کړئ فېسبوک دا له نورو سره شریک کړئ ټوېټر دا …