کور پاڼه / راپورونه /  کابل کې دشوي تروریستي برید په اړه دکندوز ولایت مقام د غندنې اعلامیه
lough afghan kid

 کابل کې دشوي تروریستي برید په اړه دکندوز ولایت مقام د غندنې اعلامیه

کابل کې پر دیني علماؤ شوی تروریستي برید پر انسانیت او دهېواد پرسوله برید دی :

په ډيرې خواشېنۍ سره مې خبر ترلاسه کړ چې نن په کابل کې تروریستانو یو بل ستر بشري جنایت ترسره کړ او په یو ناځوانمردانه،غیر انساني،غیر اسلامی او بشر ضد شیطاني عمل  سره يې  هغه  جیددیني علماء په نښه کړل چې په هېواد کې د تلپاتې سولې دټینګښت او د روانې جګړې د حراموالي په موخه درې زره کسیزې غونډې ته  رابلل شوي وه.

تروریستانو په دغه برید سره یو ځل بیا زموږ دبېګناه،بې دفاع هېواد والو او جیدو دیني علماؤ وینې توی او هغوی شهیدان او ټپيان کړل او په دې سره يې زموږ مظلومې کورنۍدروژې په دې مبارکه میاشت کې  چې د لوی څښتن تعالی د عبادت او بخښنې میاشت ده د ویر په ټغر کېنولې.

د هېواد ،خاورې ،خلکو او سولې دښمنان دې په دې پوه وي چې دوی به هیڅ کله  په دغو شومو او بزدلانه  بریدونو او کړنو سره  زموږ د دیني علماو او هېوادوالو هوډ او ارادې  کمزورې او بدلې نه کړي،بلکې ددوی ددا ډول شومو بریدونو  په ترسره کیدو سره به په هېواد کې د میشتو ولسونو  ترمنځ لازیات د یووالي اړیکې ټینګې  او پيآوړي شي.

زه د کندوز د ادارې او ولسونو په استازیتوب د تروریستانو دغه وحشیانه برید په سختو ټکو غندم،دپېښې ټولو قربانیانو ته خپل د تسلیت ،خواشینۍ او غمرازۍ مراتب وړاندې کوم او شهیدانو ته د لوی څښتن تعالی له سپيڅلي درباره د فردوس جنت او د پېښې ټپيانو ته د عاجلې روغتیا  هیله کوم.

 ۱۳۹۷-۳-۱۴

د کندوز ولایت د رسنیو او اړیکو دفتر

دا هم وګورئ

IMG_0099

کندوز ته د دولت یو لوړپوړی پلاوی رسیدلی

کندوز ته د کابېنې د غړو د راتګ بهیر پيل شو : نن کندوز ته …