کور پاڼه / خبرونه / کندز: د ۱۳۲ میلیونه افغانیو په ارزښت ۳۸ پروژې پيل شوې.
IMG_7329

کندز: د ۱۳۲ میلیونه افغانیو په ارزښت ۳۸ پروژې پيل شوې.

نن  د کندوز په مرکز کې د ولسي تړون برنامې په چوکاټ کې  د یو څلويشت میلونه او درې سوه زره افغانیو  په لګښت د  ۲۲ او په علي اباد ولسوالۍ کې  د۱۴ پرمختیايي پروژو  ودانیز کارونه  پيل شول،په دغو پروژو کې چې نن يې د کندوز والي عبدالجبارنعیمي له  لوري ودانیز کارونه دپټۍ په پریکولو سره  پيل شول پکې د پاکو اوبو ذخیرې،د اوبو څاګان او استنادي دیوالونه شامل دي،

IMG_7363

ددې ترڅنګ نن په علي اباد ولسوالۍ کې د علي اباد او خان ابادولسوالیو ترمنځ دغځیدلي ۲۴ کیلومتره سرک د جوړیدو کار هم  د کندوز والي عبدالجبارنعیمي له لوري چې مسؤلینو،د خلکو استازو،مشرانو،ځوانانو،مدني فعالانو او د رسنیو استازو يې ملتیا کوله دپټۍ په پریکولو سره رسماً پيل شوې. په دغه ۲۴ کیلومتره سرک ۷۵ میلیونه افغانۍ لګښت کې چې ودانیز کارونه به يې د شپږو میاشتو په اوږدو کې بشپړ شي.

بل لور نن په علي اباد ولسوالۍ کې د پُل حیشتې په نوم د نجونو یوه لېسه چې ودانیز کارونه يې بشپړ شوې وه ، د کندوز والي عبدالجبارنعیمي له لورې رسماً دپټۍ په پریکولو سره ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه او د زده کوونکو پرمخ ددغه ښوونیز دروازه پرانیستل شوه.

کندوز والي په همدې موخه علي اباد ولسوالۍ ته په ترسره شوې سفر کې دخلکو په یوه لویه غونډه کې هغوی ته د یووالي ،هېواد جوړونې، نظام پالنې او سولې پيغامونه ورکړل، کندوز والي ددغو پروژو دپيل له امله دخان اباد ولسوالۍ او د کندوز ولسونو ته مبارکي وویله او یاده يې کړه چې د کندوز په مرکز او ولسوالیو کې به دپرمختیايي پروژو یو نوی پړاؤ پيل کړي او په دې سره به بې روز ګاره ځوانانو  ته دکارموندنې زمینې برابرې کړي.))

د ولایتي شورا رئیس او دسیمې  دوه تنو قومي مشرانو چې په وار سره يې خبرې وکړې د هرې پرمختیايي پروژې پيل ددغه ولایت د خلکو د نیکبختۍ  پیلامه وبلله او یاده يې کړه چې د ولایت دنوي رهبري په  راتګ په  کندوز ولایت کې دخلکو هېلې راژوندۍ شوې او د عامه خدمتونو  او انکشاف لمن پراخه شوې  ده.

دا هم وګورئ

ride

 کندز: ځانګړو ځواکونو په دشتې ارچې کې د طالبانو زندان مات کړ

تېره شپه شاوخوا لس بجې افغان ځانګړو ځواکونو په دشتې ارچې ولسوالۍ کې دهوايي او …

WP Facebook Auto Publish Powered By : XYZScripts.com