کور پاڼه / خبرونه / کندوز: د څه باندې ۳۲ میلیونه او دوه سوه زره امریکايي ډالرو په لګښت د برښنا دوه پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې .
IMG_7704

کندوز: د څه باندې ۳۲ میلیونه او دوه سوه زره امریکايي ډالرو په لګښت د برښنا دوه پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې .

نن په کندوز کې د ولایت رهبري او دبرښنا عمومي ریاست د رئیس انجنیر امان الله  غالب په لاسونو چې مسؤلینو يې هم ملتیا کوله په کندوز ولایت کې د برښنا دوه

سترې شبکې له جوړیدو وروسته  ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.

IMG_7565

دبرښنا لومړۍ شبکه چې د اسیايي بانک په مالي تمویل د ۲۹ میلیونه امریکايي ډالرو په لګښت تطبیق او پرانستل شوه ،په ۱۶ قریو کې يې ۱۳۵۰۰ کورنۍ تر پوښښ لاندې  را وستې.

او دوهمه پروژه چې د دوست هېواد المان په مالي تمویل سره بشپړه او پرانستل شوه،لګښت يې  درې میلیونه او دوه سوه زره امریکايي ډالرو  کیږي، چې په دې  سره هم ۳۰۰۰ کورنۍ له برښنا برخمنې شوې.

نن دهمدغو سترو پروژو دپرانستې لپاره د افغانستان برښنا شرکت رئیس انجنیر امان الله غالب کندوز ته راغلی ؤ.

کندوز والي عبدالجبارنعیمي  او دبرښنا عمومي رئیس انجنیر امان الله غالب په همدې موخه جوړې شوې لوی غونډې ته خبرې وکړي.

د ولایت رهبري لومړی د دغو سترو  پروژو د تطبیق له امله د کندوز خلکو ته مبارکي وویله  او ټولو ته يې پيغام ورکړ د عامه خدمتونو د لاپراختیا په موخه دې خلک د برښنا مصارف پر وخت تحویل کړي او هم دې د ټولګټو پروژو په ساتنه کې په ملي مسؤلیت سره کار وکړي.

کندوز والي وویل(( موږ ژمن یو چې د کندوز تر کلي او کور برښنا ورسؤ،ولې غوښتنه کو چې ټول باید د خپلو سیمو په امنیت او خوندیتوب کې د ملي ځواکونو سره بشپړه همکاري وکړي،ترڅو دعامه خدمتونو لمن پراخه شي.

دا هم وګورئ

kaja

هلمند: د کجکې بند ایراني اتباعو لخوا د ورانولو د شدید ګواښ سره مخ دی

 د هلمند والي تورن جنرال محمد ياسين ياسين وايي د کجکي د اوبو بريښنا بند …

WP Facebook Auto Publish Powered By : XYZScripts.com