کور پاڼه / خبرونه / کندوز:امنیتي ځواکونه دې د اوربند پرمهال دټوپکو شپېلۍ ښکته کړي
IMG_7888

کندوز:امنیتي ځواکونه دې د اوربند پرمهال دټوپکو شپېلۍ ښکته کړي

نن دکندوز والي عبدالجبارنعیمي په مشرۍ  نظامي غونډه کې ټولو امنیتي ارګانونو ته لارښوونه  وشوه چې د هېوادد جمهور رئیس د حکم سره سم دي د اوربند د درناوي په خاطر د هرډول تعرضي بریدونو ډډه وکړي. او پرمهال دې دهر ډول ترویستي او جنايي پېښو د مخنیوي لپاره بشپړ چمتوالی ولري.

د ولایت مشرتابه په دغه غونډه کې د قلعه ذال ولسوالۍ وروستیو امنیتي پېښو ته په اشارې ټولو امنیتي،کشفي او دفاعي ارګانونو ته لارښوونه وکړه چې په هر اړخیزه توګه په دغه برخه کې څیړنې وکړي او هم دې ګډ امنیتي ارګانونه د غونډو پریکړې د خپلو منسوبینو سره شریکې او هغوی دې وهڅوي چې بیداره ووسي.

کندوز والي  همداراز  ټولو امنیتي ،کشفي او دفاعي ارګانونو لارښوونه وکړه چې د نیکمرغه کوچني اختر د رارسیدو په مناسبت  په مرکز او لسوالیو کې ټینګ امنیتی تدابیر ونیسي او هم دې په ښار کې د نن د ګارنیزون فعالیتونه پراخ اوپياوړي کړي،ترڅو دهر ډول تهدیدونو مخه ونیول شي.

د ولایت مشرتابه همداراز په دغه غونډه کې یو ځل بیا د ځواکونو ترمنځ دهمغږۍ،بیدارۍ،اکمال،تجهیز او هغو خنډونو او نیمګړتیا ؤ په لرې کولو ټینګار وکړ چې له امله يې عامه نظم زیانمنیږي.

جوړه شوې غونډه  چې درې ساعته يې دوام وکړ پکې د  تروریستي پېښو دمخنیوي،غلاؤ، وران کاریو،اختطافونو او هر ډول غیر قانوني کړنو  د مخنیوي په برخو کې مهم تصامیم ونیول شول.

۱۳۹۷-۳-۲۲

دا هم وګورئ

ride

 کندز: ځانګړو ځواکونو په دشتې ارچې کې د طالبانو زندان مات کړ

تېره شپه شاوخوا لس بجې افغان ځانګړو ځواکونو په دشتې ارچې ولسوالۍ کې دهوايي او …

WP Facebook Auto Publish Powered By : XYZScripts.com