کور پاڼه / خبرونه / کندوزوالي:موږ د اوربند ټولو اصولو ته ژمن  او د خپلو خلکو خوندیتوب لپاره بشپړ چمتوالی لرو:
IMG_9474

کندوزوالي:موږ د اوربند ټولو اصولو ته ژمن  او د خپلو خلکو خوندیتوب لپاره بشپړ چمتوالی لرو:

نن د کندوز والي عبدالجبارنعیمي په مشرۍ دګډو امنیتي ارګانونو دمسؤلینو سره فوق العاده امنیتي جلسه ترسره شوه،په دغه جلسه کې د ولایت رهبري وویل(( موږ د هېواد دجلالتماب جمهور رئیس د  اوربند د حکم ټولو اوصولو ته پابند یو او ترڅنګ يې د خپلو خلکو د خوندیتوب او ډاډمن امن دټېنګښت لپاره پوره چمتوالی لرو.))

کندوز والي ګډو امنیتي ارګانونو ته لارښوونې وکړې چې په ښارکې د خودسرو وسلوالو،موټر سایکلونو او د توروښېښولرونکو  موټرو پر ګرځیدو کلک کنټرول ولري او پرېنږدي چې څوک په  خلکو کې ویره خوره  او د اوربند سوله ییز فضاء د بې نظمیو سره مخ کړي.

وروسته د ولایت رهبري چې امنیتي مسؤلینو يې هم ملتیا کوله د مطبوعاتي کنفرانس له لارې دشته تدابیرو،پلانونو او چمتوالي په برخو کې ولسو ته معلومات ورکړل او دهر ډول بېنظمیو دمخنیوي لپاره په ښار کې د خودسرو وسلوالو ،موټر سایکلونو او د تورو ښېښو لرونکو موټرد ګرځیدو پرمخنیوي  په کلکه ټینګار وشو.

 ۱۳۹۷-۳-۲۷

د کندوز ولایت در سنیو او اړیکو دفتر

دا هم وګورئ

IMG_0255

له کندوزه د تل پاتې سولې،یووالي او دایمي اوربند ولسي غږ پورته شو

نن په کندوز کې  دیوې پراخې ولسي غونډې له لارې چې پکې د ولایت رهبري،امنیتي …