کور پاڼه / خبرونه / له کندوزه د تل پاتې سولې،یووالي او دایمي اوربند ولسي غږ پورته شو
IMG_0255

له کندوزه د تل پاتې سولې،یووالي او دایمي اوربند ولسي غږ پورته شو

نن په کندوز کې  دیوې پراخې ولسي غونډې له لارې چې پکې د ولایت رهبري،امنیتي مسؤلینو،سلګونو مشرانو،جیدو دیني علماؤ،میرمنو،دپوهنتون استادان،روڼ اندو، ځوانانو،مدنې فعالانو او درسنیو استازو پکې ګډون درلود،په هېواد کې دتل پاتې سولې او دایمې اوربند  په ملاتړ ولسي غږ پورته شو.

IMG_0285

کندز والي غونډې ته پيلیزو خبرې  وویل((موږ چمتو یو چې په هر ځای او هره سطحه د وسلوالو مخالفینوسره دسولې  او اوږدمهاله  اوربند خبرې وکړو، د ملي یووالي حکومت  رهبري په دغه برخه  کې خپله رښتین ولي ثابته کړې ده،ومو لیدل چې د اختر په ورځوکې اوربند دخلکو خوښۍ څو برابره زیاتې کړې، موږ د دولت له وسلوالو مخالفینو غواړو چې دسرتاسري سولې د تامین په برخه کې د ولس غوښتنې او ارادې ته لبیک ووايي اونور له جګړو لاس واخلي.))

کندز والي زیاتوله (( هره کورنۍ ملي مسؤلیت لري چې د جګړې په پای ته رسیدو او ددایمې سولې دټېنګښت لپاره  کار وکړي او په دې سره   د نسلونو راتلونکی روښانه

وروسته  په وارسره ګڼو برخوالو د سرتاسري سولې دټېنګښت او د اوږد مهالې اوربند په ارزښت خبرې وکړې،په همدې اړه يې  خپلې علمي مقالي او طرحې وړاندې کړې او ټولو په یو غږ په هېواد کې دتل پاتې سولې دټېنګښت او افغان وژنې دمخنیوي  غږ پورته کړ او د دولت له وسلوالو مخالفینو يې وغوښتل چې نور په هېواد کې پردې نامعلوم جنګ ته دپای ټکی کیږد او په هېواد کې د رښتینې سولې بنسټ کیږدي.

په پای کې برخوالو د یو پریکړه لیک په صادرلو سره  د وسلوالو طالبانو او دجګړې له ښکیلو غاړو وغوښتل چې  دسولې په ټغر کېنې ،په هېواد کې وینه بهیدنه ودروي او د اقتصادې بنسټونو دتقويې او پرمختګ لپاره کار وکړي  او هم  د تل پاتې سولې دټېنګښت په موخه یو کلن  اوربند ته هر کلی ووايي.

دا هم وګورئ

IMG_9474

کندوزوالي:موږ د اوربند ټولو اصولو ته ژمن  او د خپلو خلکو خوندیتوب لپاره بشپړ چمتوالی لرو:

نن د کندوز والي عبدالجبارنعیمي په مشرۍ دګډو امنیتي ارګانونو دمسؤلینو سره فوق العاده امنیتي …