کور پاڼه / لیکنې / فکر ته مو بدلون ورکړئ چې ژوند مو تغير ومومي!
lom

فکر ته مو بدلون ورکړئ چې ژوند مو تغير ومومي!

( فکر ته دې بدلون ورکړه چې ژوند دې تغير ومومي ) دې مشهورې وينا سره به ټول بلد ياست.

ستونزه دلته ده چې معمولا زمونږ ذهنونو کې منفي افکار جريان لري، خو پوهېږو نه او يا هم په اړه يې مالومات نه لرو. ډېری داسې منفي کړنې شته او لرو يې چې په اصل کې ډېر ساده دي، خو په اړه يې هېڅ مالومات نه لرو، يانې د عادت بڼه يې اخېستې او  تل زمونږ پر وړاندې خڼډ واقع کېږي.

دلته به ځيني منفي افکار او منفي عادتونه تاسو ته دروښودل شي چې، تل زمونږ او تاسو د برياليتوب پر وړاندې خنډ جوړوي؛ که څه هم دا منفي فکرونه او عادتونه به ډېر ساده او کوچني وي.

که د دې منفي افکارو او منفي عادتونو څخه مو ځان وژغوره، نو يقينا چې ډېر پرمختګ به وکړئ:

اوس ډېر ناوخته دی

مهمه نه ده چې څوک ياست يا تر ننه مو څه کړي دي؟ حتی دا هم مهمه نه چې له کومه ځايه راغلي ياست … ځکه هر وخت کولی شئ شرايطو ته بدلون ورکړئ يانې کولی شئ چې خپل ځان ته بدلون ورکړئ. کله مو چې وشو کړی د نورو فکرونو د قضاوت شور ماشور مو خپل ذهن کې غلی کړئ، نو لا به غښتلي او پوه شئ او تاسو به کولی شئ چې خپل دننه غږ واورئ او کله چې دا پېښه رامنځ ته شوه نو متوجه به شئ چې، هغه څه چې تاسو يې غواړئ ترسره يې کړئ، ناوخته به نه وي ورته. يانې د بدلون لپاره هېڅکله ناوخته نه ده.

څه به ووايم، اصلا مهمه نه ده

تاسو سکوت د دې لامل ګرځي چې، د ذهن دننه جګړه مو ستونزمنه او دوامداره شي. مخکې له دې چې زهرلرونکي فکرونه مو ذهن مغشوش کړي او تاسو د پښو څخه وغورزوي، رښتيني واوسئ او خپل ځان ته مو واقعيت ووايئ. ترټولو ستونزمنه غميزه چې ډېری خلک ورسره مخامخېږي، دا ده چې افکار او احساسات يې ناويلي پاتې کېږي او په سختۍ سره د نورو لخوا درک کېږي. زړه کې مو څه ګونګ مه پرېږدئ، تاسو بايد داسې يو څوک ولرئ چې تل ورسره د زړه راز وکړئ او خپل زړه ورته تش کړئ.

که يوازې، لږ غښتلی، زړه راښکونکی … وی

تر ټولو بد حالت هغه دی، چې خپل ځان سره راحته او ارامه ونه اوسئ. په هر ډول شرايطو کې اړينه ده چې صبر ولرئ او د نورو خبرې وزغمئ، خو د ژوند بنسټ مو هېڅلکه بايد په دروغو نه وي ولاړ، ترڅو چې مجبوره شوي نه ياست نو خپل ځان مو کم مه راولئ. دا مو بايد په ياد وي د هرې پېښې سره چې مخامخ کېږئ، نو ستاسو د خپلو افکارو پايله ده. په همدې اساس هېڅکله نشئ کولی چې په هغه اعتماد چې خپله يې پخپل ځان لرئ، له هغه څخه ښه او ډېر عمل وکړئ. يانې په کومه بڼه يا په څه ډول چې ياست، په همغه قناعت وکړئ.

سر له سبا څخه يې پيلوم

نن به يو ستر بدلون رامنځ ته شي، په شرط د دې چې، عمل کول يې سبا ته پرې نږدئ. هېڅکله اجازه مه ورکوئ چې تېروتنه کول مو، د يو کار د ترسره کولو مخه مو ونيسي او کار مو په ټپه ودروي. ژوند هغه وخت غوره او خوندور دی، چې موخه ولرئ او د تېروتنو سره ژوند وکړئ، نه دا چې ژوند وکړئ خو بې موخې او د هېڅ لپاره. مطلب دا چې ژوند دی، د تېروتنو سره. همدا تېروتنې دي چې انسانان جوړوي.

دا د نورو د تېروتنو پايله ده

که تل په يو ځای کې کښېنئ او د خپلو شاوخوا کسان د دې لپاره ملامت کړئ چې دا کار کوي يا يې نه کوي، پوهېږي يا نپوهېږي او تل نور ورټئ؛ نو وخت به تېرېږي، په خپل ځای به ناست ياست او په ژوندانه کې به مو هېڅ بدلون رامنځ ته نشي. د نورو رټل ډېر اسانه دي او اړينه نه ده چې تاسو دې ورته کوم ځانګړی کار ترسره کړئ؛ خو دا په ياد ولرئ، چې دا ژوند نه دی او يوازې د وخت ضايع کول دي.

د نورو ملامتول هېڅ کومه ګټه نه لري پرته له دې چې يوازې مو د دښمنانو شمېر لوړ شي.

ډېرې وعدې يا ژمنې کول راته تاوان نه لري

ډېری خلک عادت لري چې هرچېرته او د هر چا سره ژمنې کوي خو عملي کوي يې نه. دوی به فکر کوي چې په دې کار سره به د دوی ټولنيزې اړيکې غښتلې شي، خو اصلا نه او هېڅکله هم نه.

هغه ژمنې چې ترسره کول يې ستاسو وس کې نه وي، نو غوره به دا وي چې ترې تېر شئ، يانې هغه ژمنه چې نه يې شئ پوره کولی، مه يې کوئ. يوه مشهوره وينا ده چې وايي: ( کله چئ غوسه وئ، کومه پرېکړه مه کوئ او کله چې خوشحاله وئ، نو ژمنه مه کوئ ).

 د حقيقت پټول پروا نه کوي

دا واقعا د تاسف وړ ده چې ځيني خلک د حقيقت د اورېدو توان نه لري او تل په دروغ، چل او فرېب باور کوي. هڅه وکړئ چې له دې ډلې څخه ونه اوسئ او تل حقيقت ووايئ. حقيقت ځلانده لمر دی او دروغ توره شپه.

زه قرباني شوی يم

تاسو قرباني نه ياست، د خپل ځان د رټلو او کم راوستلو څخه ډډه وکړئ. يوازې د دې لپاره چې نن بايد کوم ځای کې وی، چې نه ياست؛ ځان ته رنځ مه ورکوئ او د دې مانا ونه ورکوي چې تاسو بايد د اوضاع د ښه کېدو لپاره هېڅ هڅه ونه کړئ. دا فکر کول کول، چې ګواکې تاسو قرباني ياست؛ ستاسو د پرمختګ مخه نيسي. تاسو قرباني نه ياست، همدا اوس پاڅئ، حرکت وکړئ او روان شئ.

ژباړه او زياتونه: محمد عزيز پردېس

لومړیتوب

دا هم وګورئ

nice

که غواړئ چې ښکلې شئ  نو ….

دا د ټولو غوښتنه ده چې د مخ پوست یې ښکلی او شفاف وي. که …

WP Facebook Auto Publish Powered By : XYZScripts.com