کور پاڼه / لیکنې / د کندز د هر اړخيزې رغونې په لور لومړی ستر عملي ګام
da

د کندز د هر اړخيزې رغونې په لور لومړی ستر عملي ګام

په تېرو ديارلس کلونو کې دا لومړی ځل دی چې د کندز خاوره په خپله ټپی ټپي سينه د بېلابېلو خو ګډو او مخلوطو قدمونو د ايښودلو شاهده پاتې کېږي او هيله منده کېږي چې ګواکې د درملنې لپاره يې څو لاسونه سره یو شوي دي.

داهم کندزيان په نېک پال نيسي چې نن کندز ولايت ته د افغانستان د بهرنيو او کورنيو چارو وزيرانو،په افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو د غوڅ ملاتړ عمومي قوماندان،په دې هېواد کې د دوستو ممالکو سفيرانو،دهغوی استازيو او کورنيو او بهرنيو ديپلوماتانو د يوه ګډ او همغږي هيئت په ترکيب کې سفر وکړ او ددې ولايت اوسنی او پخوانی وضعيت،کارونه او ماموريتونه يې و ارزول.

څه ډول چې په کندز ولايت کې د تېرو ما موريتونو شاليد يا د ميډيا اویاهم مخامخ  ليدل شوی و،په حقيقت کې خواږه نه پکې ليدل کېده او ډېر تت او خيره فکرونه او اندونه ورڅخه اخستل شوي و.

له پامه نه بايد وغورځول شي چې دغه ګډ لوړ رتبه پلاوي اوس هم د کندز ولایت د تېرو دوه دفعو د سقوط تصویر ،دښار سوځېدلې هټۍ،دخلکو د کورونو ورانول ،ددوکانونو لوټل او د تورسرو بې پته کول په ذهن کې لرل ،دوی اوس هم دا وېره لرله چې کومه امنيتي پېښه رامنځته نشي،ځکه هغه ولايت چې په يوه کال کې دوه ځله له سقوط سره مخ کېږي لرې نه ده چې ددوه ډېرو او غټو خلکو له راتګ سره دې څوک پټاقۍ هم ونه غورځوي،خو کله چې يې د ولایت مقام او امنیتی ارګانونو همغږي او سم مديريت له سترګو تېر شو،نو د تېر په پرتله يې يو روڼ انځور په نظر ورغی او د کندز د نوي والي ښاغلي عبدالجبار نعيمي تېرو او په نورو ولايتونو کې تر سره کړيو ماموريتونو او د ولس په منځ کې د اوسېدو او محبوبيت ته په کتلو يې ،جبار نعيمي د بيا رغونې،ولسي روغې جوړې او بريالي مدير په توګه ياد کړ او دده او دده له کاري ټيم يې ډېره ستاينه وکړه.

په دې سفر کې له راغلي هيئت څخه  د يوې لويې او پرتمينې غونډې په ترڅ کې چې د ولايت په مقام کې جوړه شوې وه، د رسنيو پر وړاندې د ولايت مشرتابه او کاري ټيم،په ملي شورا کې د کندز د خلکو استازيو،قومي او مخورو مشرانو او د مدني ټولنو فعالانو،دکندز ولايت په مرکز او ټولو ولسواليو کې د ښه امنيت د راوستلو ترڅنګ،د روغتيا،کرنې،پوهنې،سولې او نورو ټولنيزو برخو کې مرستې وغوښتې،چې راغلي ګډ هيئت يې په ګډه او شريکه سره ټولو ستونزو ته د لاس رسي او عملي ګام پورته کولو ژمنه ورکړه او ډاډ ورکړل شو چې ټولې غوښتنې به يې پوره کړي .

کندز ولايت ته راغلي پلاوي پلازمېنې کابل ته له  ځانسره د ناقراره،وېرېدلي او له وحشت څخه د ډک تصوير پرځای نوې هيلې او اميدونه يو وړل،دوی په ډېر نږدې راتلونکي کې د کندز ولايت د هر اړخيزې رغونې لپاره هيله من شول او ويې ويل چې لرې نده چې کندز ډېر ژر د امن او سولې په کور بدل شي.

ساحل افغان

دا هم وګورئ

Untitled

پاکستان شیطاني کړنو ته نوې بڼه ورکړې

  یو له هغو ګاونډیو هېوادونو چې تل یې په ګاونډیتوب کې په کاڼو ویشتلي …