کور پاڼه / خبرونه / کندوز د نږدې یو درجن کورنیو او بهرنیو لوړپوړو چارواکو کوربه ؤ
kundus

کندوز د نږدې یو درجن کورنیو او بهرنیو لوړپوړو چارواکو کوربه ؤ

کندز نن د کورني او بهرني عاليرتبه پلاوي کوربه ؤ :
نن سهار کندز ولایت ته کورنی او بهرنی عالیرتبه پلاوی چې په ترکیب کې يې د افغانستان د ملي دفاع وزیر ډګر جنرال طارق شاه بهرامي ، دکورنیو چارو وزیر ویس احمد برمک، په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ د عمومي قوماندانۍ قوماندان جنرال جان نیکولسن ، د ملي امنیت عمومي ریاست مرستیال، د دوست هېواد ایټاليې،فرانسې،استرالیا او انګلستان سفیران،د هالنډ،هندوستان او جرمنې د سفارتونو عالیرتبه استازي،دیپلوماتان، دناټو ملکي سفیر زمرمن او یو شمېر کورنۍ او بهرنۍ مشاورین ګډون لري .

gukiدغه لوړپوړی پلاوی چې د کندوز ولایت ته د هر اړخیزې ارزونې په موخه راغلی، لومړی يې دولایت په مقر کې د ولایت له رهبري،دفاعي،کشفي،امنیتي،پوله ساتو او د عامه نظم ځواکونو له مسؤلینو سره ناسته ترسره کړه.
د ولایت رهبري دوی ته تر ښه راغلاست ویلو وروسته دناټو له عمومي قوماندان،د دوستو هېوادونو له سفیرانو، د سفارتونو له استازو او ټولو هغو هېوادونو مننه او قدرداني وکړه چې د افغانستان او په خاصه توګه کندوز ولایت کې يې په هر اړخیزو برخو کې همکارۍ او مرستې کړي دي.
د ولایت مشرتابه د راغلي پلاوي سره ناسته کې د کندوز په هر اړخیز وضعیت،د کرنې، پوهنې، روغتیا، انکشاف، امنیت،سپورت، دښځو او ولسي ژوند ښه والي ،ټولنیز خوندیتوب،فقر او تنګدستۍ په برخو کې هر اړخیز معلومات وړاندې کړل او په دغو برخو کي يې شته ستونزې،اړتیا وې،وړاندیزونه،غوښتنې او پېشنهادونه د راغلي پلاوي سره شریک کړل او غوښتنه يې وکړه چې د دوستو هېوادونو سفارتونه،د ناټو عمومي قومانداني،ملي دفاع او کورنیو چارو وزارتونه او دملي امنیت عمومي ریاست دې کندوز ولایت ته ځانګړې پاملرنه وکړي او ددغه ولایت د اداري او خلکو غوښتنو ته دې اساسي توجه وکړي،ترڅو په کندوز ولایت کې د مثبت بدلون،پرمختګ او ولسي ژوند ښه والي نوي بابونه پرانیستل شي.
کندوز والي همداراز د کوچني اختر په شپو او ورځو کې د دولت او وسلوالو مخالفینو ترمنځ دشوي اوربند د ګټورو پایلو،دټاکنو روان بهیر او په دغه ولایت کې دسولییزو هڅو او تلاشونو په اړه هم هر اړخیز معلومات ورکړل.
د ملي دفاع وزیر ډګرجنرال طارق شاه بهرامی بیا وویل (( د شمال او په خاصه توګه د کندوز امن خورا ارزښتمن دی، موږ د کندوز امن ته ژمن یو، د کندوز د ادارې له ښه مدیریت مننه کوو چې په دغه ولایت کې دمیشتو امنیتي ارګانونو ستونزې، غوښتنې او وړاندیزونه پر وخت د مرکزي وزارتونو سره شریک کړي دي، موږ به د کندوز د اداري او امنیتي ارګانونو هرغوښتنې،اړتیا اوړاندیز ته ځانګړې پاملرنه وکړو او په دغه ولایت کې به ځواکونو شمېر،اکمال،تجهیز او تحکیماتو ته خاصه توجه وکړو.))
د ناټو عمومي قوماندان جنرال جان نیکولسن بیا وویل (( خوښ یم چې له کندوزه دسولې او امن غږ پورته کیږي،موږ د افغان دولت د سولې او ربند هر کلی کوو او دسولې دهر لوی او واړه ګام ستاینه کوو،موږ به په پوره قوت سره لکه څرنګه چې مو په جګړه کې د افغان پوځیانو ملاتړلې همداسې په سوله کې هم د افغان دولت سره اوږه پر اوږه ولاړ یو او د افغان سولې بهیر په پياوړتیا کې به همکار یو.))

له ځانګړې ناستې وروسته راغلي پلاوي په ولسي غونډه کې چې د خلکو استازو،مشرانو،مدني نهادونو،میرمنو،ځوانانو او د رسنیو استازو برخه لرله هم ګډون وکړ او د خلکو ساتازو په دغه ناسته کې د راغلي پلاوي سره د امنیت،انکشاف،د غوره حکومتدارۍ د بنسټون ودتقويې،ولسي ژوند ښه والي او یو شمېر نورو برخو کې اړین وړاندیزونه شریک کړل.چې دمسؤلینو له لوري په اړوند برخو کې دهمکارۍ ډاډ ورکړل شو.

دا هم وګورئ

elder

کندز والي:دتولنې هروګړی مسؤلیت لري چې په خپلو سیمو کې پرمختګونو ته زمینه برابره کړي

کندز والي دا څرګندونې نن د نیکمرغه لوی اختر په دریمه دخان اباد  او امام …

WP Facebook Auto Publish Powered By : XYZScripts.com