کور پاڼه / خبرونه / کندوز والي:موږ دسرتاسري سولې دتامین لپاره اساسي کار کوو
IMG_3551 (3)

کندوز والي:موږ دسرتاسري سولې دتامین لپاره اساسي کار کوو

کندوز والي نن دسولې موظف کمیسیون سره ناسته کې د کمیسیون دغړو د راپورونو تر اوریدو وروسته یوځل بیا په فکرې رغونې،امن،ثبات او د سرتاسري سولې په ټینګښت ټینګار وکړ او یاده يې کړه چې دملي یووالي حکومت،سولې عالي شورا او د کندوز ولایتي اداره په بشپړ قوت سره دسرتاسري سولې د تامین لپاره کار کوي.
کندوز والي وویل(( سوله دټولو ګډه اړتیا ده، دټولنې هر وګړی ملي مسؤلیت لري چې په هېواد کې دتل پاتې سولې د ټېنګښت لپاره کار وکړي او په خپلو سیمو کې هغه مخالف جنګیالي چې لاهم دنظام پروړاندې وسلواله جګړه کوي،عامه شتمنۍ زیانمنوي ،دخلکو په منځ کې وحشت او دهشت خوروي، په دې وپوهوي چې نور په هېواد کې د پردۍ نامعلومې جګړې ،دخپلو ورورڼو له وژلو او هېواد ورانونې څخه لاس واخلي او سوله ییز ژوند ته په راګرځیدو په هېواد کې دپرمختګ بهیرونه پیاوړي کړي.))
کندوز والي له همدغه ځایه په دیني علماؤ، ښوونکو، ځوانانو، احزابو، مشرانو او د ټولنې په روشنفکره قشر غږ وکړ چې دسولې کار خپل مسؤلیت وګڼي او په دغه لار کې شپه او ورځ کار وکړي،دولایت مشرتابه د رسنیو رول ته په کتو د رسنیو له استازو وغوښتل چې دځانګړو خپرونو له لارې ټولنې ته دسولې،یووالي،فکري رغونې،نظام پالنې،د جګړې او روانې وینې تویدنې دمخنیوي او ورورۍ پيغامونه ورکړي او په دې سره د سرتاسري سولې دټېنګښت له روان بهیر سره اساسي همکاري وکړي.

دا هم وګورئ

elder

کندز والي:دتولنې هروګړی مسؤلیت لري چې په خپلو سیمو کې پرمختګونو ته زمینه برابره کړي

کندز والي دا څرګندونې نن د نیکمرغه لوی اختر په دریمه دخان اباد  او امام …

WP Facebook Auto Publish Powered By : XYZScripts.com