کور پاڼه / خبرونه /  کندز:  د الچین پُل د جوړیدو کار پيل شو
IMG_5223

 کندز:  د الچین پُل د جوړیدو کار پيل شو

نن د کندوز شیرخان بندر په مسیر د الچین پل چې نږدې دوه کاله وړاندي وسلوالو طالبانو نړولي ؤ بیرته يې د کندوز والي عبدالجبارنعیمي په لاسونو د بنسټ ډبرې په کېښودلو سره دبیا  جوړیدو کار پيل شو.

alchie

ښاغلي نعیمي د بنسټ ډبرې دکېښودلو پرمهال وویل (( الچین پُل د کندوز ښار په ۷ کیلومترۍ کې موقعیت لري چې هېواد او کندوز دشیرخان بندر له لارې د منځنۍ اسیاسره وصلوي،د دغه ۱۱۰ متره اوږد پُل چې ۹ متره عرض لري ۴۴ متره برخه يې دوه کاله وړاندې دهېواد، خاورې،خلکو او پرمختګ د دښمنانو لخوا په بمونو ونړول شوه،چې ورسره سم دسیمې خلک،تجاران،پانګوال او کاروباریان دسختو ستونزو سره مخ شول.

دا چې نن یو ځل بیا ددغې سترې او اقتصادې پروژې چارې پيل شوې،له امله يې دکندز ټولو ولسونو ته مبارکي وایم او د دوست هېواد المان څخه مننه کوم چې د الچین پُل دبیاجوړیدو لګښت يې پرغاړه واخیست. دپُل دغه پروژه به په راتلونکي ۶ میاشتو کې بشپړه او یو ځل بیا به دهېواد دغه ستره تجارتي لار دټولو پرمخ پرانیستل شي.))

کندوز والي په همدې مهال په خلکو غږ وکړ چې د عامه شتمنیو ،پروژو  او تاسیساتو په ساتنه کې په ملي مسؤلیت سره کار وکړي او پرېنږدي چې وران کاري، دخاورې ،پرمختګ او خلکو دښمنان زموږ  عامه شتمنۍ ویجاړې،اقتصاد،پرمختګ او خلک مو دستونزو سره مخ کړي.

کندوز والي هغو خلکو ته چې دپرمختګونو مخه نیسي او عامه پروژې ورانوي په اشارې وویل (( هغوی چې دپرمختګ پروړاندې خنډونه جوړوي او عامه پروژې ویجاړوي په اصل کې زموږ دپرمختګ او خلکو د ارامۍ او سوکالۍ  سره دښمني کوي،چې ټول  باید ددغو ناوړه کړنو په مخنیوي کې اساسي کار وکړي.))

دا هم وګورئ

elder

کندز والي:دتولنې هروګړی مسؤلیت لري چې په خپلو سیمو کې پرمختګونو ته زمینه برابره کړي

کندز والي دا څرګندونې نن د نیکمرغه لوی اختر په دریمه دخان اباد  او امام …

WP Facebook Auto Publish Powered By : XYZScripts.com