کور پاڼه / خبرونه / کندز والي امام صاحب ولسوالۍ ته سفر وکړ
imal

کندز والي امام صاحب ولسوالۍ ته سفر وکړ

کندز والي عبدالجبارنعیمي نن ورځ په داسې حال کې چې دملکي او نظامي ادارو مسؤلینو يې ملتیا کوله د ګاونډي تاجکستان سره په ګډه پوله پرتې حضرت امام صاحب ولسوالۍ ته کاري سفر ترسره کړ.

an

د ولایت رهبري امام صاحب ولسوالۍ ته په رسیدو د دغې ولسوالۍ د ولسونو دتود هر کلي سره مخ شو او په لومړي قدم کې يې دهغو کورنیو  سره غمرازي وکړه چې په جګړو او د امنیتي ځواکونو په لیکو کې يې دکورنۍ غړي،وروڼه او زامن شهیدان او ټپيآن شوې وه.

d

کندز والي ټولو شهیدانو ته له دوعا وروسته وویل (( هغه کورنۍ اتلې او قهرمانې دي چې اولادونه ،وروڼه او زامن يې دپوځ په لیکو کې دندې ترسره کوي،داد همدې اتلو کورنیو د زړورو بچیانو برکت دی چې ولسونه په ډاډمن امن کې شپې او ورځې تیروي او په ازاده توګه خپلې چارې ترسره کوي.))

وروسته د کندز والي او مسؤلینو له لوري د شهیدانو او ټپيانو په کورنیو برابرې شوې بشري مرستې وویشل شوې ،دولایت مشرتابه ډاډ ورکړ چې دشهیدانو کورنۍ او اولادونه به یوازې پرینږدي او دهرټپي د اساسي درملنې لپاره به له ټولو امکاناتو کار واخلي.

f

ورورسته د و لایت مشرتابه  دامام صاحب ولسوالۍ د ملکي او نظامي مسؤلین او مامورین سره کاري ناسته ترسره کړه  او ټول يې خپلو مسؤلیتونوته متوجه کړل،دولایت رهبري په دغه ناسته کې د امام صاحب ملکي او نظامي ادارې  ته  لارښوونه وکړه چې په بشپړ قوت سره دنظام دپریکړو،فرامینو او قانون د تطبیق لپاره کار وکړي،د امام صاحب د ولسونو ټولو هغو ستونزو ته چې په ولسوالۍ پورې اړه لري رسیده ګي وکړي او هم په دغه ولسوالۍ کې په پوره قوت سره د غصب،غلا،وران کاریو،تروریستي کړنو ،اختطافونو او د ناامنیو دپېښو  د مخنیوي په برخه کې پر وخت کوټلي ګامونه پورته کړي او دخلکو سره نیک او صمیمانه برخورد ترسره  کړي،ترڅو د امام صاحب هر وګړی ځان د دولت او دولت دخپل ځان وګڼي.

am

ورورسته کندز والي او له مرکزه امام صاحب ولسوالۍ ته ورغلي علیرتبه پلاوي په یوه لویه ولسي غونډه کې ګډون وکړ،د ولایت مشرتابه په دغه ځای کې خلکو ته دهېواد دجلالتماب جمهور رئیس سلامونه او نیکي هیلې وړاندې کړي.

کندز والي په دغه غونډه کې د امام صاحب  دولسونو ستونزې،غوښتنې او پېېشنهادونه واوریدل او د خپلې ارزښتمنې وینا په اودږوکې يې د امام صاحب ولسوالۍ میشتو ولسونه ته ډاډ ورکړ چې د پوهنې،روغتیا،کرنې، ډاډمن امن، متوازن انکشاف،ځوانانو ته دکارموندنې او ټولنیز ژوند ښه والي په برخو کې به دغې ولسوالۍ ته ځانګړې پاملرنه وکړي او په  امام صاحب ولسوالۍ کې به د امنیت،غوره حکومتدارۍ او انکشاف په سکتورنو کې  نوي مثبت قدمونه واخلي او ددغې ولسوالۍ غوښتنې په په خپلو کاري لومړیتوبونو کې شاملې کړي.

d

د محلي حکومت مشرتابه په دغه  ځای کې دامام صاحب ولسوالۍ پر ولسونو غږ وکړ چې په خپلو سیمو کې متوازن انکشاف ته زمینه برابره کړي، په ملي مسؤلیت سره دټولګټو پروژو ساتنه وکړي او هم په پوره یووالي سره د امنیت په تامین کې د خپلو ملي امنیتي خواکونو سره همکاري وکړي او پرینږدي چې د نظام،خاورې او خلکو دښمنان د خلکو له کورونو،ښوونځیو،مسجدونو او کلینیکونو د جګړې سنګرونه جوړ کړي او له هغې ځایه   پر امنیتي ځواکونه او دولتي او عامه تاسیساتو بریدونه وړکړي.

کندز والي  دخپلې ارزښتمنې وینا په اوږدوکې وویل(( په هېواد کې روانه جګړه پردۍ ده،هغه کورنۍ چې غړي يې لاهم د همدې پردۍ او نامعلومه جګړې  لیکې ډکوي غوښتنه ترې کوو چې نور ددغه ملي  خیانت او تاریخي بدنامۍ  څخه  لاس واخلي اود هېواد په ابادونه کې خپل رسالت ادا کړي.))

کندز والي ددغه سفر پرمهال وچکالیو،ناامنیو او طبعي پېښو زیانمنې کړې کورنۍ هم بې پوښتنې پرېنښودې او  د امام صاحب ولسوالۍ په ۲۴۰۰  کورنیو  يې ۳۶۰ ټنه غنم وویشل او ډاډ يې ورکړ چې په هر حال به  خپلو  اړمنو،زیانمنو،وچکالۍ او طبعي پېښو ځپلو  کورنیو ته رسیده ګي وکړي.

دغونډو،ناستو او لیدونو ورورسته کندز والي له ملکي او نظامي مسؤلینو سره یو ځای دحضرت امام مزار ته ورغلو او هلته يې په هېواد کې دتل پاتې سولې،امن،یووالي او ورورولۍ دوعاګانې وکړې او یاده يې کړه چې د نورو تاریخي ابدو  او مقدساتو درغولو ترڅنګ به د حضرت امام صاحب  مزار او زیات ته ځانګړې پاملرنه وکړي او  د زیارت هغه برخې به چې ترمیم ته اړتیا لري په اساسي ډول ورغوي.

amma

د ولایت مشرتابه د حضرت امام صاحب د مزار له لیدو وروسته نعمانیه مدرسې ته ورغلو،هلته يې د مدرسیونو سره یوځای غرمنې وکړه ،په دغه  ستر دیني مرکز کې ۱۳۰۰  تنه زده کوونکي  زده کړې کوي ،  نعمانیه مدرسې ته د ولایت د مشرتابه په ورتګ د یادې مدرسې دزده کوونکو او ښوونکو له لوري د ښه راغلاست وروسته یوشمېر وړاندیزونه او غوښتنې هم شریکې شوې او د ولایت له مشرتابه  يې وغوښتل چې تر هرڅه لومړي دي د نعمانیه مدرسې لپاره ورته یو مجهز تعمیر  جوړ کړي،ترڅويې شته اړتیا وې پوره او ستونزې حل شي.

jj

دولایت مشرتابه د دغې مدرسې استادانو او زده کوونکو ته د مدرسې د تعمیر دجوړیدو ډاد ورکړ  او له ټولو استادانو او زده کوونکو يې و غوښتل چې په هېواد کې دتل پاتې سولې لپاره دوعاګانې وکړي او  هر یو په دغه برخه کې په پوره مسؤلیت سره تر هر کلي او کور دسولې،امن ،یووالی،پرمختګ،نظام پالنې او هېواد پالنې پيغامونه ورسوي او هغه خلک او ډلې چې لاهم جګړې کوي په دې وپوهوي چې نور دهېواد له ورانولو لاس   واخلی  او د ابادۍ لپاره مټې را ونغاړې .

دا هم وګورئ

kaja

هلمند: د کجکې بند ایراني اتباعو لخوا د ورانولو د شدید ګواښ سره مخ دی

 د هلمند والي تورن جنرال محمد ياسين ياسين وايي د کجکي د اوبو بريښنا بند …

WP Facebook Auto Publish Powered By : XYZScripts.com