کور پاڼه / خبرونه / ولسمشر پس له یونیم کال د خپل لومړي  معاون سره وکتل :
Dostam

ولسمشر پس له یونیم کال د خپل لومړي  معاون سره وکتل :

جنرال عبدالرشید دوستم له ترکیې څخه هیواد ته تر راستنېدو ۱۴ ورځې وروسته نن   په ارګ کې له ولسمشر غني سره ویني.

راوسه پورې څرګنده نه ده چې دواړه خواوې به په څه موضوع خبرې وکړي خو دوستم مخکې ویلي و چې له ولسمشر محمد اشرف غني سره به د فاریاب ولایت د قیصار د قوماندان نظام الدین قیصاري د خوشي کېدو پر امکاناتو خبرې وکړي.

 ولسمشر لومړی مرستیال جنرال دوستم د جوزجان له پخواني والي احمد ایشچي سره د بدچلندۍ په قضیه کې له تورن کېدو وروسته ۱۴ میاشتې پخوا ځان په ترکیه کې تبعید کړ. ظاهراً د قوماندان قیصاري د نیول کېدو په اعتراض کې مظاهرو د جنرال دوستم راستنېدو ته لار هواره کړه.

دوستم په تېرو ۱۴ ورځو کې، چې هیواد ته راستون شوی، د کابینې په غونډو کې ګډون نه دی کړی او خپل ډېر وخت یې د حکومت او په ځانګړي ډول د ولسمشر غني پر ضد د ايتلاف په جوړولو لګولی دی.

ده تېره اوونۍ د بلخ له پخواني والي عطا محمد نور او د اجرايي رييس له دوهم مرستیال محمد محقق سره د افغانستان لوی ايتلاف په نوم هغه ټلواله رسماً اعلان کړه چې درو مشرانو تېر کال د هغه بنسټ په ترکیه کې ایښی و.

ښاغلیو دوستم، محقق او نور په ترکیه کې د ټلوالې د بنسټ له اېښودو وروسته توانېدلي چې په ولسي جرګه کې د جنوبي او ختیځو ولایتونو څو پښتانه استازي هم ځان ته جذب کړي

په همدې حال کې د ترکیې رسمي خبري اژانس انادولیا نن  په یوه راپور کې لیکلي:«جنرال دوستم چې په جنګي جنایتونو او جنسي تېریو تورن دی، افغانستان ته له ستنېدو وروسته د دغه هیواد په سیاسي ډګر کې کړکېچ رامنځته کړی دی.»

دا هم وګورئ

ride

 کندز: ځانګړو ځواکونو په دشتې ارچې کې د طالبانو زندان مات کړ

تېره شپه شاوخوا لس بجې افغان ځانګړو ځواکونو په دشتې ارچې ولسوالۍ کې دهوايي او …

WP Facebook Auto Publish Powered By : XYZScripts.com