کور پاڼه / راپورونه / کندز والي: د دولت دخدمتګارو مامورین خدمتونه به هیر نه شي
2

کندز والي: د دولت دخدمتګارو مامورین خدمتونه به هیر نه شي

 کندز ولایت د رسنیز دفتر خبرپاڼه :

کندز والي نن د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د رئیس مرحوم عبدالسلام سلام د فاتحې په مراسمو کې دا څرګندونې وکړې، عبدالسلام سلام اونۍ وړاندې د ورپيښې ناروغۍ  له امله له فانې نړۍ سترګې پټې کړې،چې نن  يې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدماتو ریاست دغونډو په تالار کې دفاتحې مراسم نیول شوې وه .

کندز والي وویل(( د دولت هر مامور دخلکو خدمتګار دی،هغه مامورین چې ورسپارل شوي مسؤلیتونه په ښه شکل ترسره کوي،د خلکو خدمت کوي،خلک او تاریخ به يې خدمتونه هیر نه کړي،د دولت له ټولو مامورین مو غوښتنه ده چې دنظام د تګلارو سره سم په اړوند برخو کې دهېواد،خاورې او خلکو خدمت وکړي او راتلونکو نسلونو ته ودان او پرمختللی افغانستان په میراث پریږدي.))

د فاتحي په دغو مراسمو کې چې د ټولو ملکې ادارو مسؤلینو پکې ګډون درلود، د ارواښاد عبدالسلام سلام روح ته دوعاګانې وشوې، دولایت رهبري د ارواښاد کورنۍ ته خپل د خواشینۍ او تسلیت  مراتب وړاندې کړل  او مرحوم ته يې دلوی څښتن تعالی له سپيڅلي درباره د فردوس جنت هیله وکړه.

دا هم وګورئ

gover

کندزوالي:د شهیدانو  له سپيڅلو  مبارزو  او کارنامو دې زده کړه وشي

کندز والي دا څرګندونې  نن د شهیدانو اونۍ په نمانځغونډه کې د وینا پر مهال …

WP Facebook Auto Publish Powered By : XYZScripts.com