کور پاڼه / خبرونه / کندز: په ۶۴جګړه ځپلوکورنیو 4.7میلونه افغانۍمرسته وویشل شوه
helpp

کندز: په ۶۴جګړه ځپلوکورنیو 4.7میلونه افغانۍمرسته وویشل شوه

د کندز درسنیز دفتر خبرپانه :

نن د کندز والي عبدالجبارنعیمي او مؤظف کمیسیون په لاسونو چې د اجرائیه ریاست مشاورینوهم ګډون درلود د جګړې په ۶۴ زیانمنوشویو کورنیو څلور میلیونه او وه سوه زره افغانۍ نغدي مرستې وویشل شوې،په شویو مرستو کې د شهیدانو ۳۰ کورنیو ته سل ،سل زره او دهر ټپي کورنۍ ته پنځوس،پنځوس زره افغانۍ چې دملي یووالي حکومت د اجرئیه ریاست د ۵۳۶ /۱۳۹۷-۲-۲۵ ګڼه  حکم پراساس رالیږل شوې وې وویشل شوې .

په همدې موخه دجوړ شوې پروګرام په پيل کې ددغو او دهېواد ټولو ملکي او نظامي شهیدانو پاکو روحونو ته دوعا وشوه.

کندز والي دمرستو دویش پرمهال وویل(( دملي یووالي حکومت ژمن دی چې په ټول قوت سره د جګړه ځپلو کورنیو ترڅنګ ،وچکالۍ ځپلو،طبعي پېښو زیانمنو کړو،اړمنو او بې وزلو هېواد والو ته رسیده ګي وکړي او هغوی ته پر وخت بشري او نغدي مرستې ورسوي.))

کندز والي روانې نامعلومې جګړې ته په اشارې له خلکو وغوښتل چې په خپلو سیمو ،کلیو او بانډو کې د تل پاتې سولې دتامین، دملي یووالي  دټینګښت ،فکري رغونې او ټولنیزې هوساینې لپاره کار وکړي اونورو ته دسولې پیغامونو رسول خپل مسؤلیت وګڼي او په دې سره په هېواد کې  دتل پاتې سولې په تامین کې دټولنې هروګړی خپل رسالت ادا او د لانور وینې بهیدنې مخنیوی وکړي.

دا هم وګورئ

kaja

هلمند: د کجکې بند ایراني اتباعو لخوا د ورانولو د شدید ګواښ سره مخ دی

 د هلمند والي تورن جنرال محمد ياسين ياسين وايي د کجکي د اوبو بريښنا بند …

WP Facebook Auto Publish Powered By : XYZScripts.com