کور پاڼه / خبرونه / د کندز په محبس کې ۱۲ تنه زندانیان حافظان او د دستارلونګۍ ورپه سرشوې: 
w

د کندز په محبس کې ۱۲ تنه زندانیان حافظان او د دستارلونګۍ ورپه سرشوې: 

د کندز په زندان کې هغو ۱۲ تنو زندانیانو ته د دستار لونګۍ په سر شوې چې په همدغه زندان کې يې د خدای ج دمبارک کلام حفظ ترسره کړ،په همدې موخه جوړې شوې غونډې ته کندز والي په خبرو کې وویل (( ټولو هغو زنداني وروڼو ته چې د خدای ج مبارک کلام يې حفظ کړ مبارکي وایم،خوشاله یم چې زموږ له زندانونو حافظان فارغیږي او ټولنې ته په بیرته ورګرځیدو د خدای ج کلام به خپله سینه کې وړي.))
د ولایت رهبري له دغه ځایه هغو جنګیالو او جګړمارو ډلو،قانون ماتونکو،ویره اچوونکو او وران کارانو ته چې کړنو يې ټولنیز ثبات زیانمن کړی او دپرمختګونو پروړاندې يې خندونه ایجاد کړي پيغام ورکړ چې دخپلو غیر اسلامي او غیر قانوني کړنو لاس په سر شي، سوله ییز ژوند ته را وګرځي او په پوره ملي مسؤلیت او هېوادنۍ مینه دهېواد په ابادولو کې فعاله ونډه واخلي .
کندز والي په همدغه ځای کې بې عدالتیو ،وژنو ،اختطاف،او قانون ماتونو ته په اشارې وویل(( په هېواد کې روانه جګړه پردۍ ده،دغه جګړه زموږ لپاره پرته له انسان وژنې،هېواد ورانونې،اقتصادې او پرمختیايي بنسټونو ویجاړونې او دپرمختګ څخه د راګرځونې بل هیڅ ګټه نه لري بلکې له امله يې زموږ ټول ملي ارزښتونه،خلک او هېواد سخت زیان ویني،په کار ده چې دتولنې هر وګړی په ملي مسؤلیت سره ددغې جګړې په پای ته رسیدو او په هېواد کې د قانون او عدالت د تطبیق په برخه کې د نظام،امنیتي ،عدلي او قضايي ارګانونو ملاتړ وکړي،ترڅو شته ناخوالې او بدبختۍ پای ومومي.
دپروګرام په پای کې ټولو حافظانو ته د دستار لونګۍ ورپه سر شوې او په هېواد کې دتل پاتې سولې،امن ،هېواد جوړونې او ورورۍ دوعا ګانې وشوې.

دا هم وګورئ

kaja

هلمند: د کجکې بند ایراني اتباعو لخوا د ورانولو د شدید ګواښ سره مخ دی

 د هلمند والي تورن جنرال محمد ياسين ياسين وايي د کجکي د اوبو بريښنا بند …

WP Facebook Auto Publish Powered By : XYZScripts.com