کور پاڼه / راپورونه / موږ دکندز امن او سولې ته ژمن یو،خلک دې په پوره مسؤلیت سره زموږ همکاري وکړي
IMG_0625

موږ دکندز امن او سولې ته ژمن یو،خلک دې په پوره مسؤلیت سره زموږ همکاري وکړي

 کندز والي نن د کندز په محبس کې د ۱۲ تنو زندانیانو  دفراغت په غونډه کې چې نن  ورته د دستار فضلیت لونګۍ ورپه سر شوې  د وینا پرمهال وویل ((  موږ د کندز امن،پرمختګ،ثبات او په دغه ولایت کې د تل پاتې سولې ټېنګښت ته ژمن یو او په  دغه برخه کې شپه او ورځ کار کوو، له خلکو مو غوښتنه ده چې په دغه برخه کې په پوره ملي مسؤلیت  سره  زموږ حمایت او ملاتړ وکړي او هغه خلک،ډلې او  ګروپونه  چې لاهم منفي ګیرايي کوي،د خلکو ذهنونه ویجاړوي، منفي تبلیغات کوي او په دغو ناسمو تبلیغاتو او کړنو باندې ټولنېز باور ته زیان رسوي او په دې سره د نظام او خلکو ترمنځ فاصلې پيدا کوي ټول يې باید دمخنیوي لپاره  کار وکړي او هم  هڅه وکړي چې د جرمونو  د کچې په راتیټولو  او دمجرمینو په مجازات کې د امنیتي ،عدلي او قضايي ارګانونو سره  همکاري وکړي او په دې سره  زمینې برابرې کړي ترڅو شته ناخوالي پای ومومي او دپرمختګونو نوي بابونه پرانیستل شي.))

 کندز والي زیاتوله (( سوله د ټولو ملي ارمان دی،د  ملي یووالي حکومت مشرتابه  او دسولې عالي شورا  کاکر کوي چې په هېواد کې دتل پاتې سولې بنسټونه تقویه کړي،له خلکو مو غوښتنه ده چې د سولې دغه ستر ارمان ته درسیدو په برخه کې هر یو په خپله برخه کې کار وکړي. او هم هغه ډلې او ګروپونه چې لاهم جګړې کوي په دې وپوهوي چې نور د نامعلومې او پردۍ جګړې لاس واخلي او په هېواد کې  تل پاتې سوله تامین شي.

 ۱۳۹۷-۵-۱۰

د کندز  ولایت د رسنیو او اړیکو دفتر

دا هم وګورئ

gover

کندزوالي:د شهیدانو  له سپيڅلو  مبارزو  او کارنامو دې زده کړه وشي

کندز والي دا څرګندونې  نن د شهیدانو اونۍ په نمانځغونډه کې د وینا پر مهال …

WP Facebook Auto Publish Powered By : XYZScripts.com