کور پاڼه / خبرونه /  په ماسټر پلان کې د کندز ښار دشاملو سرکونو د سروې او بررسۍ لپاره تخنیکي ډله وګمارل شوه
IMG_0827

 په ماسټر پلان کې د کندز ښار دشاملو سرکونو د سروې او بررسۍ لپاره تخنیکي ډله وګمارل شوه

نن دکندز والي عبدالجبارنعیمي په مشرۍ ادارې جلسه کې د کندز ښار دماسټر پلان په تخنیکي نقشه هر اړخیز بحث  او خبرې وشوې،ورورسته دښار او کور جوړولو ،ښاروالۍ،اوبو رسولو،برښنا،اراضۍ،سپين زر او مخابراتو ریاست د رئیسانو په ګډون یو ګډ تخنیکي کمیسیون  جوړ او  دنده ورته  وسپارل شوه چې ژر تر ژر دښارټول هغه سرکونه بر رسي او سروې کړې چې په ماسټر پلان کې شامل دي او هم شته موانع او خنډونه په نښه کړي.

د ولایت رهبري  مؤ ظف کمیسیون ته لارښوونه وکړه چې په دقیقه او منظمه توګه دسرکونو ترڅنګ دبرښنا،اوبو رسولو، مخابراتو او یوشمېر برخو کې تخنیکي بررسۍ او سروې ګانې ترسره کړي،ترڅو د ماسټر پلان په ټولو برخو کې معیاري قدمونه واخیستل شي.

کندز والي  همداراز زیاتوله موږ په ټول قوت سره  کار کوو چې د ماسټر پلان پروژه پلي کړو او په دې سره د کندز د خلکو عمرې هیلې او ارمان ته رسیده ګي وکړو، له خلکو،کندز ښاریانو،دوکاندارانو،هټیوالو،ځمکوالو او مارکیټوالو مو غوښتنه داده چې دماسټر پلان په تطبیق کې اساسي همکاري وکړي او د کندز د ابادۍ او پرمختګ په موخه له هر راز قربانۍ دریغ ونکړي.

دا هم وګورئ

ride

 کندز: ځانګړو ځواکونو په دشتې ارچې کې د طالبانو زندان مات کړ

تېره شپه شاوخوا لس بجې افغان ځانګړو ځواکونو په دشتې ارچې ولسوالۍ کې دهوايي او …

WP Facebook Auto Publish Powered By : XYZScripts.com