کور پاڼه / راپورونه / کندز والي:ګډکار او همغږي دپرمختګونو بابونه پرانیزي
IMG_0749 - Copy

کندز والي:ګډکار او همغږي دپرمختګونو بابونه پرانیزي

نن د  ولایت مقام په حضور کې د ټولګټو چارو ریاست، دمحلی او ولسوالیو شورا ګانو ترمنځ د ګډې همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک شو،د دغه هوکړه لیک پر اساس به د کندز ښار اړوندبېلابېلو قریو،ولسوالیو  ،کلیو او بانډوکې د پاکو اوبو برابرولو ترڅنګ یوشمېر ټولګټې پروژې چې  د راتلونکي پنځه کلن ستراتېژیک پلان برخه ده پلې شي.

کندز والي د دغه هوکړه لیک د لاسلیک پرمهال وویل (( ګډ کار او همغږۍ دپرمختګونو بابونه پرانیزې او دپرمختګونو پروړاندې خنډونه لمنځه وړي.له خلکو مو غوښتنه ده چې په خپلو سیمو کې دټولګټو پروژو د ساتنې ترڅنګ پرمختیايي پروژو ته د زمینې په برابرولو کې اساسي همکاري وکړي.))

دمحلي حکومت رهبري زیاتوله (( موږ د رغنیزو پروژو دتطبیق پرمهال دکیفیت اصل ته ژمن یو،له قرار دادي شرکتونو مو هم غوښتنه ده چې د پروژو کیفیت ته ځانګړې پاملرنه وکړي او ورکړل شوې پروژې پر وخت پلي کړي او اړوند ادارې وخت پروخت  دپروژو له چارو نظارت او کتنې وکړي او هم دې محلي او دلسوالیو شوراګانې په خپلو  سیمو کې د انکشافي پروژو په تطبیق کې اساسي همکاري وکړي او ترڅنګ دې خلکو ته د عامه شتمنیو د ساتنې په برخه کې دعامه پوهاوي پیغامونه ورکړي او هیچاته دې ددې موقع نه ورکوي چې  په یو او بل نوم دپرمختیايي پروژو  پروړاندې خنډونه ایجاد  او یا هم پروژې تخریب کړي.

 ۱۳۹۷-۵-۱۰

د کندز ولایت د رسنیو او اړیکو دفتر

دا هم وګورئ

IMG_0625

موږ دکندز امن او سولې ته ژمن یو،خلک دې په پوره مسؤلیت سره زموږ همکاري وکړي

 کندز والي نن د کندز په محبس کې د ۱۲ تنو زندانیانو  دفراغت په غونډه …

WP Facebook Auto Publish Powered By : XYZScripts.com