کور پاڼه / خبرونه / کندز: د اتلس میلیونه افغانیو په ارزښت د ولایت د درې ریاستو نو ودانۍ پرانستل شوه
IMG_0997

کندز: د اتلس میلیونه افغانیو په ارزښت د ولایت د درې ریاستو نو ودانۍ پرانستل شوه

نن د کندز ولایت مقام په انګړ کې هغه  دوه  پوړیزه ودانۍ چې د دوست هېواد المان په مالي ملاتړ د ۱۸ میلیونه افغانیو په لګښت د اغا خان بنیاد لخوا ودان شوې وه رسماً د ولایت رهبري او مسؤلینو له لوري د پټۍ په پریکولو سره ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

دغه ودانۍ چې دوه سالونه،دفترونه او  اړینې اسانتیا وې لري په تطبیق سره يې دولایت د منابع بشري،سکتوري او مالي او اداري ریاستونو ستونزې چې پخوا يې دځای د نه شتون له امله لرلې حل شوې .

د ولایت رهبري په همدې موخه جوړې شوې غونډې ته د وینا پرمهال وویل (( موږ دټولو هغو هېوادونو،مرستندویانو او همکارانو چې زموږ سره د کندز په ابادۍ،پرمختګ او په دغه ولایت کې  خلکو ته د اساسي خدماتو په وړاندې کولو کې همکاري کوي له مرستو يې مننه او قدرداني کوو او غوښتنه ترې کوو چې په کندز ولایت کې خپلې مرستې لاپراخې او زیاتې کړي ،ترڅو  ددغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې پراختیايي بهیر پراختیا ومومي.))

دا هم وګورئ

IMG_0827

 په ماسټر پلان کې د کندز ښار دشاملو سرکونو د سروې او بررسۍ لپاره تخنیکي ډله وګمارل شوه

نن دکندز والي عبدالجبارنعیمي په مشرۍ ادارې جلسه کې د کندز ښار دماسټر پلان په …

WP Facebook Auto Publish Powered By : XYZScripts.com