کور پاڼه / خبرونه /  کندز: ځانګړو ځواکونو په دشتې ارچې کې د طالبانو زندان مات کړ
ride

 کندز: ځانګړو ځواکونو په دشتې ارچې کې د طالبانو زندان مات کړ

تېره شپه شاوخوا لس بجې افغان ځانګړو ځواکونو په دشتې ارچې ولسوالۍ کې دهوايي او ځمکنیو عملیاتو پرمهال د باجوړو په سیمه کې د طالبانو یو زندان په نښه کړ،د هوايي ګزارونو وروسته سیمه ته کماندو ځواکونه پلي شول چې په نتېجه کې پنځه زندانیان ازاد او هوايي ځواکونو له ځان سره وړي دي.

په دغو عملیاتو او بریدونو کې د طالبانو زندان لمنځه وړل شوي او وسلوالو طالبانو ته هم د سر زیان اوښتی چې دقیق شمیر يې نه دی معلوم.

داپه داسې حال کې ده چې یوازې دوه ورځې وړاندې په خان اباد ولسوالۍ کې د ملي امنیتي ځواکونو لخوا د لنډې نښتې وروسته یو مشهور غیر مسؤل وسلوال قوماندان متینک هم دستګیر او ونیول شو چې اوسمهال د امنیتي ځواکونو په بند خونه کې دي او خلک يې د محاکمې غوښتنه کوي.

۱۳۹۷-۵-۱۳

د کندز ولایت د رسنیو او اړیکودفتر

دا هم وګورئ

kaja

هلمند: د کجکې بند ایراني اتباعو لخوا د ورانولو د شدید ګواښ سره مخ دی

 د هلمند والي تورن جنرال محمد ياسين ياسين وايي د کجکي د اوبو بريښنا بند …

WP Facebook Auto Publish Powered By : XYZScripts.com