کور پاڼه / راپورونه / کنړ:  په عملیاتو کې ۵۱ طالبان وژل شوي
images

کنړ:  په عملیاتو کې ۵۱ طالبان وژل شوي

 د کونړ ولایت په اسمار او غازي اباد لپاره د نومول شوو ولسوالانو اومهمو قومندانانو په ګډون ۵۱ وسله وال طالبان وژل شوي او ۶ ټپیان دي
په ختیځ زون کې د سیلاب قول اردو څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د کونړ ولایت په اسمار او غازي اباد ولسوالیو کې د سیلاب دوه په نوم په ګډو عملیاتو کې چې اوس هم دوام لري د ۳ مهمو طالب مشرانو په ګډون ۵۱ طالبان وژل شوي او ۶ نور ټپیان دي
خبرپاڼه زیاتوي، یاد عملیات د ۲۰۱ سیلاب قول اردو د دوهمې پلې لوا په مشرۍ تېره شپه ترسره شوي، چې د راتلونکو ولسي جرګي او ولسوالیو شوراګانو د ټاکنو لپاره امنیت برابر کړي
همدا راز په خبرپاڼه کې راغلي، چې اسمار ولسوالۍ ته د طالبانو نومول شوي ولسوال مولوي حضرت علي او یادې ولسوالۍ ته د نظامي قومندان سلطان محمد او د غازي اباد ولسوالۍ لپاره د نومول شوي ولسوال مولوي عمران په ګډون ۵۱ وسله وال طالبان وژل شوي او ۶ نور ټپیان دي
خبرپاڼه کاږي، چې د یادو عملیاتو په ترڅ کې د طالبانو ۱۱ جسدونه د افغان ځواکونو لاسته ورغلي چې قومي مشرانو ته سپارل شوي او د دې ترڅنګ د طالبانو ۱ میل دهشکه او میل ۷۵ ملي میتري توپ لمنځه وړل دي
وسله والو طالبانو تر اوسه د یادو عملیاتو په اړه څه نه دي ویلي

دا هم وګورئ

gover

کندزوالي:د شهیدانو  له سپيڅلو  مبارزو  او کارنامو دې زده کړه وشي

کندز والي دا څرګندونې  نن د شهیدانو اونۍ په نمانځغونډه کې د وینا پر مهال …

WP Facebook Auto Publish Powered By : XYZScripts.com