کور پاڼه / راپورونه / د کندزخلک: دغیرمسؤلو وسلوالو پروړاندې د دولت له اقداماتو ملاتړ کؤ
kunduz

د کندزخلک: دغیرمسؤلو وسلوالو پروړاندې د دولت له اقداماتو ملاتړ کؤ

نن د نیکمرغه لوی اختر په دریمه د کندز دمرکز او ولسوالیو قومي مشرانو، جیدو دیني علماؤ او  سوداګرو د ولایت له مشرتابه سره د اختر له مبارکۍ وروسته  د غیرمسؤلو وسلوالو او قانون ماتونکو پرواندې د دولت د وروستیو اقداماتو ملاتړ وکړ او یاده يې کړه چې په یو شمېر سیمو کې د غیر مسؤلو وسلوالو په نیول کیدو ټولنیز ثبات تامین شوي او د نا امنیوپېښې کمې شوي دي.

 مشرانو په دغه ناسته کې  دمحلي حکومت له مشرتابه او مرکزي دولت غوښتنه کوله چې د غیر مسؤلو وسلوالو،مجرمینو،قانون ماتونکو،غلو،وران کارو او تروریستي ډلو پروړاندې  جدي ګامونه پورته کړي او پرینږدي چې دغه ډلې عامه نظم ګډوډ،په خلکو کې ویره خوره  او دپرمختګونو مخه ډپ کړي.

دولایت مشرتابه بیا له دوی څخه د مننې ترڅنګ ډاډ ورکړ چې په بشپړ قوت سره به د قانون د تطبیق،د عدالت د تامین،امن،تولنیز هوساینې او ارامې لپاره کارکوي.

کندز والي د اختریزو خوښيو او مبارکیو پرمهال په خلکو غږ وکړ چې د امنیت په ساتنه کې د ملی امنیتي ځواکونو سره مرستې وکړي او په دې سره په خپلو سیمو کې پرمختګونو ته زمینې برابرې کړي،ترڅو په هره سیمه او کلي کې دپرمختګ نوي بابونه پرانیستل شي.

دا هم وګورئ

securet

کندزوالي:هیڅ مجرم  او قانون ماتونکی به دقانون له منګولو خلاص نه شي

نن د کندز والي عبدالجبارنعیمي  په مشرۍ د ګډو ځواکونو د مسؤلینو سره امنیتي جلسه …

WP Facebook Auto Publish Powered By : XYZScripts.com