کور پاڼه / خبرونه / کندز والي: ټول سیاسي حزبونه دې په هېوا کې دسولې او ابادۍ لپاره کار وکړي 
ss

کندز والي: ټول سیاسي حزبونه دې په هېوا کې دسولې او ابادۍ لپاره کار وکړي 

کندوز والي دا څرګندونې نن په دغه ولایت کې د حزب اسلامي ګوند له لسګونو غړو سره ناسته کې وکړې،

د حزب اسلامي  ولایتي مشر قوماندان محمد زمان چې دنورو په استازیتوب يې خبرې وکړې  په دغه ولایت کې د امنیت،انکشاف او غوره حکومتدارۍ په سکتورونو کې د محلي ادارې تلاشونه وستایل او یاده يې کړه چې دوی به په ټولو عامه بهیرونو کې دنظام،محلي ادارې او امنیتي ځواکونو سره همکاري کوي.

کندز والي عبدالجبارنعیمي بیا دوی  ته په اشارې د نیکمرغه لوی اختر له مبارکۍ ورورسته وویل((  په هېواد کې تل پاتې سولې،امن او پراختیا ته تر بل هر و خت زیاته اړتیا او دخلکو ملي ارمانونه دي، په کار ده چې ټول سیاسي حزبونه دهېواد په دې حساسو تاریخي شېبو کې ملي رسالت ادا کړي او دقدرت ترلاسه کولو پرځای  په ولسونو کې دخپل شته نفوذ او محبوبیت څخه په  استفادې  دملي یووالي  دټینګښت،امن،ثبات او سرتاسري سولې دتامین لپاره کاروکړي او په دې سره د هېواد،خاورې او خلکو د دښمنانو شومې موخې او پلانونه  دخاورو سره برابر  کړي،ترڅو په ټول هېواد کې ثبات تامین،شته ناخوالې ختمې او پرمختګونو ته زمینې برابرې شي.

دا هم وګورئ

fd

کندز والي : د ملي ویاړونو او ارزښتونو د ساتنې یواځنۍ لاره دملي یووالي ټینګښت دی

((یوځل بیا ټولو هېواد والو ته دهېواد د خپلواکۍ د ۹۹ یمې کلیزې په ویاړ …

WP Facebook Auto Publish Powered By : XYZScripts.com